سعودي عربستان شنبه مارچ ۴ (کب۱۳) دوه کسان اعدام کړل چې پدې سره پدې هیواد کې په روان میلادي کال کې د اعدام شویو کسانو شمیر شپږو تنو ته ورسید.
د سعودي رسمي خبري اژانس په راپور کې ویل شوي چې په دوو اعدام شویو کسانو کې په یوه یې دا تور و چې د تیلو په یوې تصفیه خانې کې د چاودنې کولو هڅه یې کړې وه او په بل یې بیا د کم عمره ماشومانو سره په زور د "لواط ناوړه کړنې" تور لګیدلی و.
دغه دوه کسان د «مکې معظمې» په لویدیځه برخه کې اعدام شوي. د دې اعدامونو څخه درې ورځې وړاندې د سعودي عربستان د بها په سیمه کې هم چارواکو څلور کسان اعدام کړل چې د یو تن د تښتولو او وژلو تور پرې لګیدلی و.
د فرانس پریس خبري اژانس د معلوماتو له مخې په سعودي عربستان کې تیر کال ۱۴۷ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله یې په شمیر کې کې دوه چنده و. په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۶۹ کسان په سعودي کې اعدام شوي ړو.
سعودي عربستان تیر کال ۸۱ کسان چې د ترهګرۍ په ګډون په ګڼ شمیر تورونو تورن و، په یوه ورځ اعدام کړل. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې ویلي ډیر احتمال شته چې دغه ۸۱ کسان چې اعدام شوي، په عادلانه توګه به محاکمه شوي نه وي او دا کار یې د سعودي عربستان د "مستبدانه او ظالمانه واکمنۍ" څرګندی وباله.
دې ادارې ویلي چې په ۸۱ اعدام شویو کې ۴۱ یې د سعودي عربستان شیعه ګان وو چې د پخوا راهیسې ورسره د حکومت لخوا په سیستماتیکه توګه تشدد کیږي.
خو سعودي عربستان ویلي چې په اعدام شویو کې اوه یې د یمن او یو یې د سوریې وکړي وو چې د اسلامي دولت یا داعش، القاعدې ، حوثي یاغیانو او یا نورو ترهګریزو سازمانونو سره یې اړیکې درلودې.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس پدې هکله د کورنیو چارو د وزارت د اعلامیې په حواله ویلي چې اعدام شویو کسانو "بې ګناه سړي، میرمنې او ماشومان وژلي وو". په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې دې کسانو د اسلامي دولت یا داعش ډلې، القاعده او حوثیانو سره اړیکې درلودې.
پدې کسانو دا تور هم و چې د بهرنیو ترهګرو شبکو غړیتوب یې درلود او یا د جګړو سیمو ته تللي وو چې د ترهګریزو سازمانونو سره یو ځای شي. د سعودي رسمي خبري اژانس د شنبې ورځې د اعدامونو په هکله د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې "حکومت لیوال دی عدالت او امنیت برقرار" کړي او دا اعدامونه یې نورو خلکو ته خبرداری بللی.
سره لدې چې په راپور کې دا ندي ویل شوي چې د خلیج دې شاهي دولت دا کسان څه ډول اعدام کړي خو معمولاً پدې هیواد کې اعدامونه د سر په پرې کولو تر سره کیږي. د بشري حقونو یوه ډله چې په سعودي عربستان کې د اعدامونو په هکله معلومات راټولوي تیر کال په یو راپور کې ویلي و چې د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا چې باچا سلمان د دې شاهي هیواد مشر ټاکل شوی، د ۱۰۰۰ څخه ډیر کسان اعدام شویدي.