د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن پر سر د بشري حقونو او سعودي تازه لانجه


په یمن کې د کورنۍ جګړې له وجې بې ځایه شوي خلک په خیمو کې اوسیږي.
په یمن کې د کورنۍ جګړې له وجې بې ځایه شوي خلک په خیمو کې اوسیږي.

د بشري حقونو د څار ادارې او د بښنې نړیوالې مؤسسې ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شوار کې دې د سعودي عربستان غړیتوب تر هغه وخته وځنډول شي تر څو چې د سعودي په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په یمن کې د عامو خلکو وژل نه وي بند کړي.

سعودي عربستان وایي چې هغوي پدې غوښتنې په غصه او حیران شویدي.

د بشري حقونو شورا اوه څلویښت غړي لري او د سعودي عربستان درې کلن غړیتوب ته یوازې یو کال وخت پاتې دی. د بشري حقونو دغو ادارو ویلي دي سره لدې چې سعودي عربستان د دې شورا غړیتوب لري خو" په یمن کې د هغوي د بشري حقونو سابقه ډیره خرابه ده"

په ملګرو ملتونو کې د سعودي عربستان استازي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د بښنې د نړیوالې مؤسسې او بشري حقونو د څار ادارې پدې غوښتنې هغوي په غصه او حیران شویدي. په اعلامیې کې ویل شوي چې " سعودي عربستان او ائتلافي ځواکونه په یمن کې د مشروع حکومت د بیرته واک ته رسولو لپاره مبارزه کوي." او پدې مبارزې کې یې ټول نړیوال قوانین مراعت کړیدي.

اعلامیه وایي چې " د ائتلافي ځواکونو اصلي هدف د " عامو خلکو ساتنه ده"

د بشري حقونو د څار ادارې او د بښنې نړیوالې مؤسسې ویلي دي چې په یمن کې یې ۶۹ " غیرې قانوني" بریدونه ثبت کړیدي چې ځینې یې حتی کیدلی شي جنګي جرمونه وګڼل شي.

پدغو بریدونو کې لږ تر لږه ۹۱۳ عام خلک وژل شویدي.

که چیرته د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ټولو ۱۹۳ غړیو څخه دریمه برخه یې د یوه هیواد په خلاف رایې ورکړي، د بشري حقونو په شورا کې یې غړیتوب ځنډیدلی شي.

ملګرو ملتونو د همدې میاشتې په سر کې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونه پدې خاطر په تور لیست کې شامل کړل چې په یمن کې یې ماشومان وژلي وي. خو وروسته بیا د سعودي او خلیج هیوادونو د فشار له وجې هغوي نوم د تور لیست نه وایستل شو او اوس پرې یو ګډ کمیسون کار کوي.

د سعودي عربستان د استازي په اعلامیې کې ویل شویدي چې " د عامو خلکو د خوندیتوب او ساتنې د یقیني کیدو لپاره یې د خپلواکو کارپوهانو یوه ډله جوړه کړیده. "

XS
SM
MD
LG