د لاس رسي وړ اتصالات

سپاه د سعودي د واکمنۍ د پرزیدو خبرداری ورکړ


 د ایران د سپاه پاسداران مرستیال سعودي عربستان ته د خپلو فرقه ائیزو پالیسو له امله د سقوط خبرداری ورکړ
د ایران د سپاه پاسداران مرستیال سعودي عربستان ته د خپلو فرقه ائیزو پالیسو له امله د سقوط خبرداری ورکړ

د فارس خبري اژانس د ایران د انقلابي ګارد د مرستیال برید جنرال حسین سلامي له خولې رپوټ ورکړ که چیرې سعودي عربستان په خپلو پالیسو کې بدلون رامنځته نه کړي، نو د هغه هیواد رژیم به په راتلونکیو کلونو کې سقوط وکړي.

څیړونکي وايي د سعودي له خوا د شیخ النمر په شمول د ۴٧ کسانو اعدامول د داسې یوه هېواد له خوا د زور ښودل وو چې شاوخوا یې ګډوډي ده او ویره لري چې همدغه بې نظمي به دوی ته هم مخه کړي. عربستان همدارنګه د هیواد په ختیځ کې د شیعه ګانو له خوا د ګډوډیو له رامنځته کولو ویره لري.

د مصری الیوم د ورځپاڼې د عربي چارو مدیر خلیفه جاب الله وايي سعودي غواړي چې خپل ځان د یو ځواکمن هیواد په توګه وښيي او وکولای شي د هیواد په خیتځ او نورو ځایونو کې د مخالفت مخه ونیسي.

خو شننونکي وايي په هیواد کې دننه د سعودي ویره بې دلیله نه ده، ځکه چې په نږدې هیوادونو کې هم شیعه ډلو ګواښ کړی چې د النمر بدل به واخلی.

خلیفه جاب الله فکر کوي چې دې شخړې ټوله سیمه کړکیچنه کړې ده "دا د خلیج د سیمې لپاره تر ټولو زیات خطر لري او که ددې بحران مخه ونه نیول شي، نو د سیمې په نورو برخو کې د شخړو د رامنځته کیدو سبب کیدلای شي."

چین سعودي او ایران ته یو استازی لیږلی دی چې د دواړو هیوادونو تر منځ د لانجې د زیاتیدلو مخنیوی وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونینگ وویل د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال په سعودي کی دی او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه خواوې له زغم نه کار واخلي. هغې وویل "چین تل هڅه کړې ده چې په منځني ختیځ کې سولې او ثبات ته وده ورکړي."

همدا راز روسیې هم وړاندیز کړی دی چې د ریاض له خوا د شیعه عالم نمر النمر له اعدام نه وروسته دایران او سعودي عربستان ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د روسیې د دپلوماتیکو سرچینو له خولې ویل شوي دي چې مسکو دې ته تیار دی چې د سعودي او ایران د بهرنیو چارو وزیران روسیې ته د خبرو لپاره وروبولي.

بل لوري ته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر نن له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر ورکړ. پاکستاني چارواکي دې ته لیواله دي چې د سعودي او ایران ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې اسلام آباد ته سفر کوي چې پاکستان تیره میاشت د سعودي له خوا د اسلامي دولت د ډلې پر ضد له نوي ایتلاف سره له یو ځای کیدلو نه ډډه وکړه. دې هیواد همداراز تیر کال په یمن کې د ایران له ملاتړ نه د برخمنو یاغیانو پر خلاف د سعودي په مشرۍ د ایتلاف د جنګ کولو غوښتنه ونه منله.

بله خوا د ایران او سعودي ترمنځ سیاسي کړکیچ وروسته له هغه نور زیات شو چې ایران په سعودي تور ولگوو چې په یمن کې یې د ایران په سفارت هوايي برید کړی.

XS
SM
MD
LG