د لاس رسي وړ اتصالات

د "کودتا له پلان" وروسته د سعودي د باچا تصویرونه خپاره شول


په سعودي کې ځینې چارواکي د کودتا د پلان په تور نیول شوي

د سعودي حکومت د یکشنبې په ورځ (مارچ۸) د باچا سلمان یو شمېر تازه تصویرونه خپاره کړل چې هغه په کې رسمي‌ چارې پرمخ بیولې.

دا تصویرونه داسې مهال خپریږي چې د سعودي د شاهي ګارد ساتونکو د جمعې په ورځ د شاهي کورنۍ دوه غړي د کودتا د پلان په تور ونیول.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په نیول شویو کسانو کې د باچا کشر ورور شهزاده احمد بن سلمان او وراره یې محمد بن نایف هم شامل دي. ښاغلی نایف د تروریزم سره د مبارزې په چارو کې د باچا سلاکار هم و.

د سعودي پرس ایجنسي له لوري د ښاغلي سلمان په خپاره شویو تازه تصویرونو کې هغه اوکراین او یوراګواې ته د سعودي د نویو ګمارل شویو سفیرانو د لوړې په مراسمو کې لیدل کیږي.

د سعودي یو چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې باچا ښه او صحتمنددی او د دغو کسانو د نیولو هدف په شاهي کورنۍ کې د نظم او دسپلین ساتل دي.

راپورونه وايي‌ چې دغو کسانو د ولیعهد محمد بن سلمان ننګه نه کوله. محمد بن نایف ۶۰ کلن دی او ویل کیږي چې د ۲۰۱۷ کال راپدیخوا تر څار لاندې و.

داسې ګمان کیده چې د پاچا سلمان نه وروسته به هغه د سعودي عربستان باچا شي.

XS
SM
MD
LG