د لاس رسي وړ اتصالات

د عرب اورپکو نوی نسل څه ځانګړتیاوې لري؟


د عرب اورپکو نوی نسل پر انتحاري جهاد ډېر باور نلري

د سعودي عربستان د شاهي انستیتوت د یوې تازه څېړنې له مخې ځوان عرب اورپکي پر انتحاري جهاد باور ډېر نلري.

د دې نوې څېړنې له مخې د سعودي نوي جهادي نسل، د جهاد په پرتله ډيرې ټولنیزې انګیزې ډېرې لري. وایي دا نسل ښه-لوستي دي او د ځانمرګو بریدونو سره هم دلچسي نلري.

د شاه فیصل د مطالعاتو د مرکز په نوي ۴۰ مخیزه څیړنې کې چې همدا اونۍ خپور شو، د ۷۵۹ سعودي جګړه مارانو وضعیت ته کتنه شوې چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو ترمنځ د داعش لیکو ته تللي دي. په څېړنې کې د داعش ډلې د ځینو افشا شویو معلوماتو څخه هم کار اخیستل شوي ډي.

د دغو کسانو له ډلې یې ۶۲۵ یې په خپله خوښه له جهادي ډلو ټپلو سره یو ځای شوي دي. په دغې ډلې کې یې یوازې نهه سلنې ویلي چې غواړي ځانمرګي بریدونه وکړي.

څیړنه وايي منزوي او ګوښه ژوند، او جنايي سابقې له داعش سره د هغو ځوانانو د یو ځای کېدو مهم دلایل دي چې له اروپايي هېوادونو څخه د داعش لیکو ته ورغلي دي. خو برعکس، د داعش لیکو ته د سعودي یو ځای شوي ډېرو ځوانانو د اسلام په اړه لمړني معلومات نلرل او ډېرو نورو ادعا کړې ده چې د اسلام په اړه متوسط معلومات لری.

اسوشیتدپرس دغه څېړنې په اساس په خپل راپور کې لیکلي دي چې له داعش سره یو ځای شوي سعودي ځوانانو کې یې ۳۴۰ یې له ښونځي فارغ شوي، نژدې ۶۰ تنو یې تعلیمي دیپلومونه لرل، ۱۲۰ یې له پوهنتونونو فارغ شوي او پنځو یې له لیسانس ورپورته زده کړې کړې وې.

د څېړنې یو برخوال عبدالله بن خالد السعود وايي چې په سوریې کې مذهبي اختلافاتو هم د داعش لیکو ته دغه سعودیان ورمات کړي، کنه د هغه په خبره ورغلي جګړه مارانو شخصي او ټولنیز ژوند کې یوازې نه وو.

په څېړنه کې دا هم موندل شوې چې د سوریې په جنګ کې د لبنان د شعیه مذهبي ډلې حزب الله د جګړه مارانو ګډون د داعش لیکو ته د سعودي ځوانانو مخه کړه.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ۲۵۰۰ سعودیان سوریې ته د جګړې لپاره تللي دي. داعش په سوریې او عراق کې فعال وو. دغې ډلې په عراق کې خپل خلافت اعلان کړی. اوس د امریکا ولسمشر ټرمپ وايي چې دا ډله یې په بشپړ ډول ماته کړې ده.

XS
SM
MD
LG