سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) اعلان وکړ چې د امفیتامین په نامه د نشه یي موادو څه کم ۱۳ میلیون تابلیتونه یې چې د انارو د میوې په یو بار کې پټ شوي وو، د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې نیولي دي.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې مقاماتو د جدې په بندر کې په یوې کښتۍ کې پټ شوي "د امفیتامین د ۱۲۷۲۹۰۰۰ تابلیټونو د قاچاق هڅه" شنډه کړې ده.
اژانس ویلي چې د قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي چې دوه یې مصریان، یو د سوریې او یو د یمن اوسیدونکی دی.
سعودي عربستان په منظمه توګه د امفیتامین ګولیو د نیولو اعلان کوي، پرته لدې چې مشخص کړي چې ایا د کیپټاګون په نامه مخدره توکي دي. ګمان کیږي چې د خلیج د تیلو بډایه هیواد سعودي د مخدره توکو ترټولو لوی بازار دی.
دا ګولۍ د یو شمیر شتمنو سعوديانو لخوا په میلمستیاو او میلو کې د لذت لپاره کارول کیږي او د بې وزله خلک یې چې څو کارونه کوي د بیداره پاته کیدو استعمالوي.
د کیپټاګون په نامه ګولۍ چې نوم یې اوس د قانوني درملو له لست نه ایستل شوی او مخدره توکي ګڼل شوي، لویه برخه یې په سوریه او لبنان کې تولیدیږي او بیا په خلیج کې اصلي مصرف کونکي بازار ته قاچاق کیږي.
د نومبر په میاشت کې د فرانس پرس خبري اژانس یوې څیړنې وموندله چې سوریه د کیپټاګون د ۱۰ میلیارد ډالرو په صنعت سره د مخدره توکو په یو هیواد بدل شوی چې دواړه ولسمشر بشار الاسد او د هغه زیات شمیر دښمنانو تمویل کوي.
اروپايي اتحادیې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو او بریتانیا وروسته د بشارالاسد د تره پر زامنو چې د بشارالاسد د رژیم لپاره د عاید یوه مهمه سرچینه ده، بندیزونه ولګول.
سعودي عربستان په ۲۰۱۲ کال کې له سوریې سره اړیکې پرې کړې، خو سږ کال یې ددې اړیکو د بیا رغولو لپاره اقدام وکړ او د اپریل په ۱۳مه یې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد ته هرکلی ووایه او یوه اونۍ وروسته د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان دمشق ته ولاړ.
د اپریل په ۱۳ د هغوی د غونډې وروسته، په یوه ګډه اعلامیه کې وویل شول چې دواړو خواوو "د امنیت د ټینګښت او د تروریزم سره د مبارزې په ټولو بڼو، او د مخدره توکو د قاچاق په وړاندې د مبارزې په برخه کې د همکارۍ په زیاتولو ټینګار وکړ."