د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان پر سعودي د ۹/۱۱ د برید دعوه کولې شي


د امریکا سنا د سه شنبې په ورځ هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یولسمې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو امریکایانو کورنۍ کولی شي چې د سعودي حکومت پر ضد د امریکا په محاکمو کې حقوقي دعوه وکړي.

امریکايي سناتورانو د سه شنبې په ورځ د "د تروریزم د ملاتړکوونکو په خلاف عدالت" مصوبه تصویب کړه. د سعودي حکومت ګواښونه کړي وو که امریکا دا قانون تصویب کړي، ریاض به له متحدو ایالتونو څخه خپل میلیاردونه ډالر پانګه وباسي.

اسوشیتد پرس اژانس وايي تصویب شوی قانون د وژل شویو او ژوبل شویو امریکایانو کورنیو ته دا حق ورکوي، چې د سپتمبر په بریدونو کې د سعودي حکومت د کوم ممکنه ونډې او برخې اخیستلو پر ضد په امریکا کې محکمو ته عریضه وکړي.

د ولسمشر باراک اوباما حکومت خبرداری ورکړی چې دا قانون به ویتو کړي. سپینه ماڼۍ وايي ښايي دا قانون په بهر کې مېشت امریکايان له قانوني خطرونو سره مخامخ کوي.

ډېرو هغو ډیموکرات سناتورانو، چې دا قانون یې تاید کړی، له سپینې ماڼۍ سره په یو ‌ډول ستونزو کې ګېر شوي دي. د ټکساس سناتور جان کرنن او د نیویارک سناتور چک سکیمر د دغه قانون په ننګه او ملاتړ راوتلي وو.

XS
SM
MD
LG