د لاس رسي وړ اتصالات

یو امریکایی فعال له کډوالو سره د مرستې لپاره په زندان محکومیږي


د کډوالو د حقونو یو مدني فعال له غیر قانوني کډوالو سره د مرستې په تور محکمه کیږي.

د اریزونا ایالت ۳۶ کلن سکاټ وارن تیر کال د جنورۍ په میاشت کې د امریکا پوله ساتونکو پولیسو نیولی و.

هغه اوس غیرقانوني کډوالو ته د پناه ورکولو په تور باندې محکمې ته وړاندې شوی او که چیرته دغه تورونه پرې ثابت شي نو امکان لري چې هغه په ۲۰ کاله زندان محکوم شي.

ښاغلی وارن د کډوالو د ملاتړ یو مذهبي بنسټ سره کار کوي چې کډوالو ته د اریزونا ایالت په دښتو کې اوبه او ډوډۍ برابروي چې په غیر قانوني توګه د امریکا له پولې اوښتي وي.

شمیرې ښيي چې له کال ۲۰۰۱ راهیسې له ۳۰۰۰ څخه ډیرو غیرقانوني کډوالو له دغې پولې څخه د اوښتلو په تکل کې مړه شوي او ویل کیږي چې په دغو دښتو کې ځینې وخت د ګرمۍ درجه د سانټي ګراډ ۴۶ درجو ته رسیږي.

تیر کال دغه مذهبې بنسټ یوه ویډیو خپره کړې وه چې په کې د امریکا د پولې ساتونکي پولیس په داسې حال کې ښودل شوي وو چې د دغه بنسټ لخوا برابرې شوې اوبه په ځمکه تویوي.

د ښاغلي وارن مدافع وکیل ادعا کړې ده چې پولیسو د دغې ویډیو غچ اخیستلو لپاره وارن نیولی دی.

د ښاغلي وارن کورنۍ د هغه د خوشې کیدو لپاره د ځایي مقاماتو راضي کولو لپاره تر ۱۲۰ زره ډیرې امضاوې ټولې کړي دي.

ځایي چارواکي بیا د ښاغلي وارن په ځواب کې داسې وایي چې ښاغلي وارن له خپلې دندې سرکشي کړې ده او د دوو غیر قانوني کډوالو لپاره یې په غیر قانوني توګه امریکا په اوښتلو کې مرسته کړې ده.

XS
SM
MD
LG