د لاس رسي وړ اتصالات

ملگرو ملتونو د هرات ځانمرگی برید غندلی


د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو د هرات په ولایت کې په مسجد ځانمرګی برید په سختو ټکو غندلی او هغه یې بزدلانه او وحشیانه عمل ګڼلی. پدې برید کې ۲۹ تنه ووژل شول او د شپیتو نه زیات ټپي شول.

د اسلامي دولت یا داعش ډلې ویلي و چې برید هغوي کړی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شوار په اعلامیې کې پدې پیښې کې د وژل شویو او ټپي شویو د کورنیو د غړیو سره خواخوږي ښودل شوې.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د تروریزم ټول ډولونه په نړۍ کې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ دی.

د امنیت شورا غړیو پدې ټینګار کړی چې د تروریستي کړنو مجرمین، هغوي چې ورسره مالي مرستې او همکاري کوي، باید چې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. په اعلامیې کې د ټولو هیوادونو نه غوښتل شوي چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت د شورا د پریکړه لیکونو له مخې دې د افغانستان د حکومت او نورو اړوندو ادارو سره پدې برخې کې همکاري وکړي او خپل مسؤولیتونه دې ادا کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په اعلامیې کې پدې ټینګار شوی چې د ملګرو ملتونو د منشور، نړیوالو قوانینو، نړیوالو بشري حقونو او د مهاجرینو نړیوالو قوانینو له مخې دې د نړۍ ټول هیوادونه خپل مسؤلیت ادا کړي. په اعلامیې کې ویل شویدي چې تروریستي فعالیتونه چې هر څوک، هر چیرته او په هر ډول کوي، هیڅ یو یې توجیه کیدلی نشي او جرم دی.

XS
SM
MD
LG