د لاس رسي وړ اتصالات

پولیس ارزګان کې د کابل بانک څلور کارکوونکي ووژل


چارواکي وایي بریدګر یې نیولی دی
چارواکي وایي بریدګر یې نیولی دی

په ارزګان ولایت کې د نوي کابل بانک امنیتي مسئول تر لفظي شخړې وروسته د بانک څلور کار کونکې وژلي او دوه تنه نور يې ژوبل کړي.

په وژل شویو کسانو کې نوي کابل بانک د ارزګان د څانګې مشر علي ارسلان او د هغه مرستیال شامل دي.

برید کونکی افسر جمشید نومیږي او د عامه ساتنې د پولیسو غړی دی. د اروزګان مرستیال والي عبدالواحد پټان امریکا غږ ته وویل چې پېښه د یکشنبې په ورځ (مۍ۲۷) تر غرمې وروسته د بانک په کار ځای کې وشوه. دی وايې چې د ملي امنیت کارکوونکو برید کونکی نیولی دی.

نوموړي وويل چې د پېښي پلټنه پيل شوې او جزیات به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړي. د پوليسو برید کونکی امنیتی مسئول د پنجشېر ولایت او دغه راز د بانک مشر او مرستیال د کنړ او ننګرهار ولایت اوسیدونکي دي.

په پېښه کې ټپي شوي دوه تنه د بانک کار کونکي هم روغتون ته انتقال شوي او روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل شوی دی.

د نوي کابل بانک څانګه په ارزګان ولایت کې تر ډېره د حکومتي مامورینو د تنخوا ګانې د ورکولو چارې تنظیموي. پر کابل بانک تر دې مخکې وسله والو طالبانو هم یو شمېر ځانمرګي بریدونه او نور بریدونه کړي دي.

تر ټولو خونړی برید یې د ۲۰۱۱ کال د جلال اباد برید وو چې شاوخوا ۵۰ تنه په کې ووژل شول او لسګونه نور ژوبل شول. بریدګر د شمالي وزیرستان وو چې له نیول کېدو وروسته افغان حکومت اعدام کړ.

د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم پر کابل بانک بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG