د لاس رسي وړ اتصالات

ټاکنو کمیسیون تشې څوکۍ ته د نوماندانو لیست ارګ ته وسپارل شو


جمهور رئیس غني د لړم په ۲۴ د ټاکنو د کمیسیون پخوانی رئیس نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړ
جمهور رئیس غني د لړم په ۲۴ د ټاکنو د کمیسیون پخوانی رئیس نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړ

د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوې تشې ځوکۍ لپاره غوراوي کمیټې د درې نوماندو د نومونو لیست جمهوررئیس محمد اشرف غني سپارلی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې د ټاکنود خپلواک کمیسیون د کمشنرانو د نومونو د ترتیبولو لپاره د غوراوي کمیټې په نوم جوړې شوې کمیتې رئیس جاوید رشیدي تېر ماښام په ارګ کې جمهوررئیس غني ته ددغه کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په اړه خپل کاري راپور وړاندې کړ.

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوررئیس دوهم مرستیال محمد سرور دانش هم حاضر وو.

جاوید رشیدي، د دې غونډې برخه والو ته د غوراوي د کمیټې د کړنو په اړه د معلوماتو د ورکولو پر وخت وویل چې له نهو تنو سره چې په شرایطو برابر وو،له هریو سره یې د لیکنۍ ازموینې له اخیستلو او شفاهي مرکو وروسته، درې تنه دغې څوکۍ ته په شرایطو برابر وګڼل شول او جمهوري ریاست ته ور وپیژندل شول .

په دغو دریونوماندانو کې سید حفیظ الله هاشمي، اول الرحمن رودوال او عبدالقادرځاځی وطندوست شامل دي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د غوراوي کمېټې د راپور له اورېدو وروسته دې غونډې ته وویل " د ملي یووالي حکومت رهبري به د افغانستان ملت ته د خپل تعهد مطابق ژر د غوراوي کمېټې له لوري معرفي شویو درې واړو نوماندانو سره مصاحبه وکړي او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د یو کمبود غړي د معرفي په اړه به خپله وروستۍ پرېکړه وکړي".

د غوراوي کمیټې ته د دغې څوکۍ لپاره ټولو ۵۷ تنو خپل غوښتنلیکونه سپارلي وو، چې د اسنادو د پلټنو او د نوماندانو د کاري وړتیاو د ارزونې وروسته د اولسو نوماندانانو څخه د نهو نوماندانواسناد د دغې کمیټې په جدي پلټنه کې شامل کړل، چې مخامخ مرکې هم په کې شاملې وې.

د غوراوي کمیټې خپل کار د روان هجري شمسي کال د مرغومي د میاشتې په اومه نیټه وروسته له هغه پیل کړ چې جمهوررئیس محمد اشرف غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخوانی رئیس نجیب الله احمدزی د روان هجري شمسي کال د لړم د میاشتې په څلورویشتمه له دندې ګوښه کړ، چې ورسره د دغه کمیسیون د کمشنرانو یوه څوکۍ هم تشه شوه.

د ټاکنو د بهیر اصلاح د افغانستان د ملي یووالي د مشرانو د سیاسي موافقې یوه برخه ده، خو د افغان حکومت د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران او چارواکي د ملي یووالي د حکومت پر مشرانو دا نیوکه کوي، چې په تیرو دریو کلونو کې یې د ټاکنو د بهیر د اصلاح لپاره څه نه دي کړي.

په افغانستان کې د ټاکنو د کمیسیونو او ټاکنیز بهیر د اصلاح په برخو کې د ځنډ له امله د ولسي جرګې ټاکنې هم ځنډیدلي دي.

XS
SM
MD
LG