د لاس رسي وړ اتصالات

سیما سمر تر ۱۸کلونو وروسته له دندې لیرې شوه


د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر له دندې څخه لیري او پر ځای یې شهرزاد اکبر د دغه کمېسیون د نوې رئیسې په توګه ټاکل شوې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یاد خبر په تائید سره ویلي، چې د نوې رئیسې پر ځای د دغه کمېسیون اته نوي غړي هم ټاکل شوي دي.

په نويو کمېشنرانو کې اسد الله يوسفي، بنفشه يعقوبي،محمد ايوب يوسفزى، سيد احسان خليق، شبنم صالحي، شکرالله مشکور، محمد نعيم نظري او راضيه صياد شامل دي.

شهرزاد اکبر تر دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکارې په توګه دنده تر سره کول.

جمهور رئیس محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، سرور دانش، لوی څارنوال او د افغانستان قاضي القضات څه موده مخکې له څو تنو سره د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کمېشنرۍ لپاره مرکې کړې وې.

سیما سمر له شاوخوا اتلسو کلونو راپدېخوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشره وه.

تر دا مهاله معلومه نه ده چې اغلې سمر ته بله کومه دنده وسپارل شوې کنه.

XS
SM
MD
LG