د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د طاهر اپریدي او دروېش دراني په اړه سیمینار جوړ شو


په کندهار کې د پښتونخوا د مشهور لیکوال طاهر اپریدي او پېژندل شوي شاعر او لیکوال دروېش دراني د ادبي او فرهنګي خدمتونو د ستاینې په هدف یو ورځنی سیمینار جوړ شوی و.

دې سیمینار ته د افغانستان او پښتونخوا څخه نژدې پنځوسو تنه نور څېړونکي، لیکوالان او شاعران هم بلل شوي و.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس فضل الباري بریالي د سې شنې په ورځ د «لېندۍ پر۲۷مه» امریکا غږ ته وویل چې دغه یو ورځنی سیمینار د ولسمشر محمد اشرف غني په خاص هدایت او پاملرنه جوړ شوی و.

دغه سیمینار د ولسمشر غني په هدایت او پاملرنه جوړ شوی و
دغه سیمینار د ولسمشر غني په هدایت او پاملرنه جوړ شوی و

نوموړي زیاته کړه چې د دغه سیمینار په لومړۍ برخه کې د طاهر اپریدي په اړه د لیکوالانو لخوا مقالې ولوستل شوې او په دوهمه برخه کې د دروېش دراني پر شعر او هنر هم مقالې ولوستل شوې.

د دغه سیمینار په پای کې یو پرېکړه لیک هم ولوستل شو چې ښاغلي بریالي د دغه پرېکړه لیک د یوې برخې په اړه امریکا غږ ته وویل:"تر ټولو مهمه ماده دا وه چې پښتو دي په ټولو پښتني حوزو کې د سرکار یا حکومت ژبه شي، په رسمیاتو کې دي پښتو وکارول شي او په پښتو ژبه دي تحصیل او تعلیم عام کړل شي."

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي بریالي همدارنګه وویل چې د دغه پرېکړه لیک په یوې بلې مادې کې راغلي چې په کندهار کې دې د طاهر اپریدي او دروېش دراني په نوم دوه تعلیمي مرکزونه هم ونومول شي.

د دغه سیمنیار مقالې د کتاب په بڼه چاپېږي
د دغه سیمنیار مقالې د کتاب په بڼه چاپېږي

نوموړي زیاته کړه چې د کندهار د اطلاعاتو فرهنګ ریاست پلان لري چې د دې دواړو شخصیتونو په اړه لیکل شوي مقالې د کتاب په بڼه چاپ کړي.

طاهر اپریدی او دروېش درانی د پښتنو له پېژندل شویو لیکوالانو او شاعرانو څخه دی چې په افغانستان او پښتونخوا کې ګڼ مینوال لري.

XS
SM
MD
LG