د ایران د خبرګانو د شورا غړی او وتلی روحاني ایت الله عباس علي سلیماني نن چهارشنبې د اپریل ۲۶مه ( غوايي ۶مه) د یو وسله وال برید په ترڅ کې ووژل شو.
د ایران دولتي اژانس (ایرنا) لیکلي چې سلیماني د ایران د مازندران د بابلسر ښار په یوه بانک کې د یو وسله وال بریدګر په ډزو کې ووژل شو. خبر زیاتوي چې بریدګر نیول شوی او تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.
د مازندران والي، سید محمود حسیني پور وویل: "بریدګر چې د بانک یو ساتونکی و، د خدای بخښلي سلیمان سره هیڅ راز پیژندګلوي نه درلودله. نوموړی ځایی اوسیدونکی دی او برید یې له ترهګرۍ سره تړاو نلري."
خو ددې سره سره، د مازندران والي زیاته کړه چې ددغه برید موخه او انګیزه په بشپړه توګه لا روښانه شوې نه ده. بلخوا د ایران د کورنیو چارو وزارت په دې اړه د پراخو څیړنو امر کړی دی.
د ایران یو بل خبري اژانس تسنیم، د پیښې د ځای څخه د امنیتي کامرو داسې تصویرونه خپاره کړل چې په هغو کې ښکاري د بانک یو وسله وال ساتونکی پر ښاغلي سلیماني چې پر څوکۍ ناست دی، د شا له لوري ډزيکوي.
ددغه پیښې وروسته، د ایران لوی څارنوال محمد جعفر منتظري د هغه هېواد امنیتي چارواکو ته لارښوونه کړې چې له بیلا بیلو زاویو څخه د پیښې څیړنه وکړي او پایلې یې ژر خپرې کړي.
۷۵ کلن سلیماني په تیر وخت کې د ایران په څو ولایتونو کې د ایت الله علي خامنه اي استازی و. همدا راز نوموړي د کاشان، اصفهان او زاهدان د جمعې خطیب و.
د ایران د اساسي قانون پر بنسټ، د خبرګانو شورا چې ۸۸ غړي لري، د ایران د رهبر او د هغه پر مکلفیتونو او صلاحیتونو د څارنې دنده لري. د یادونې وړه ده چې د ایران د خبرګانو د شورا غړي د "نګهبان شورا" له خوا د ۸ کلونو لپاره ټاکل کیږي.