د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سرحد ته نژدې ۷ پاکستاني‌ سرتېري وژل شوي


د افغانستان پولې ته نژدې د پاکستاني پوځیانو او ترهگرو ترمنځ په جگړه کې لږ تر لږه اوه پاکستاني پوځیان او نهه تنه "تروریستان" وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې ددې هیواد امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ (سپتمبر۲۲) په شمالي وزیرستان کې تهاجمي عملیات وکړل او د ترهگرو سره په مخامخ جگړه کې ښکیل شول. په وژل شویو پاکستاني پوځیانو کې یو منصبدار هم شامل دی.

د پاکستان پوځ همداشان ادعا کړې ده چې دا کسان د افغانستان له خاورې نه وزیرستان ته اوښتي وو، خو دا نده څرگنده شوې چې دغه سخت دریځه د کومې ډلې پورې مربوط وو.

د پاکستان پوځ دا هم ویلي دي چې په جگړه کې د نهه وژل شویو "تروریستانو" جسدونه د هغوی د هویت د معلومولو په خاطر انتقال شوي دي.

شمالي وزیرستان د اوږدې مودې راهیسې د پاکستاني طالبانو او نورو ترهگرو ډلو لپاره یو ښه امن ځای شوی دی.

د رپوټونو له مخې افغان طالبان هم په شمالي وزیرستان کې پوځي زده کړې کوي او له هغه ځایه دننه په افغانستان کې وژونکي بریدونه سازمانوي.

د پاکستان پوځ په ٢٠١۴ میلادي کال کې د هوایي بریدونو په گډون په شمالي وزیرستان کې تهاجمي عملیات پیل کړل او اوس ادعا کوي چې د شمالي وزیرستان ٩٠ فیصده خاوره یې د "ترهگرو او سخت دریځو" څخه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG