د لاس رسي وړ اتصالات

ښایسته واعظ د نړۍ چارپیره په تاریخي سفر کې افغانستان ته ورسیده


ښایسته واعظ به درې ورځې په کابل کې پاتې شي.
ښایسته واعظ به درې ورځې په کابل کې پاتې شي.

افغاني الاصله امریکايي ځوانه پیلوټه ښایسته واعظ چې دوه میاشتې مخکې یې په انفرادي ډول د نړۍ د کرې نه د تاوېدو سفر پیل کړی نن افغانستان ته ورسېده.

د ښایسته واعظ نه په کابل کې د حامد کرزي په هوايي ډګر کې تود هرکلی وشو.

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د حکومت چارواکو، د ښایسته واعظ کورنۍ او یو شمېر مدني فعالانو د هغې هرکلی وکړ. ښایسته واعظ خبریالانو ته وویل چې درې ورځې به په کابل کې پاتې شي.

پدې درې ورځو کې به په ګڼو پروګرامونو کې برخه واخلي او له لوړ پوړو چارواکو سره به هم وګوري.

ښایسته وایي "زه غواړم د افغانستان خلکو ته ووایم چې زمونږ په خلکو باندې ډیر جنگونه تیر شوي. زه کوشش کوم چې یو څو کاله وروسته بیرته راشم او دلته د پیلوټۍ یو مکتب جوړ کړم. غواړم افغانستان ته بیرته یو شی ورکړم، ځکه چې دا زما هیواد دی."

نهه ویشت کلنه پیلوټه ښایسته واعظ له اطلس سمندرګي خپل سفر پيل کړی او غواړي په یوازې سر د نړۍ د پنځو براعظمونو ١٨ هیوادونو ته خپل سفر وکړي، چې نوم یې ورته د ارزو الوتنه ورکړې.

ښایسته واعظ به له افغانستان بېرته دوبۍ او بیا په خپله الوتکه کې هند ته لاړه شي.

ښایسته واعظ د امریکا په فلوریډا ایالت کې اوسي او ماسټري یې په هوايي چلند کې اخېستې ده. هغه به هسپانیا، هند، مصر، سنګاپور او اسټرالیا ته هم لاړه شي.

دا سفر چې ټولټال ٢٥،٨٠٠ متره واټن دی د نړیوالې ملکي هوايي چلند د ادارې له خوا تمویلېږي.

ښایسته واعظ په امریکا کې لویه شوې ده خو وايي، دغه هېواد ته تر رارسېدو او زیاتو سختیو تېرولو وروسته‌یې د نورو لپاره په زړه کې هیلې ټوکېدلي او د دې په خبره نور هم کولای شي په زیار سره ځانونه یوځای ته ورسوي.

اغلې واعظ چې یو وخت له پیلوټۍ وېرېده اوس په "Beech Bonanza A36 " ملکي الوتکه کې پرواز کوي.

د ښایسته واعظ کورنۍ په افغانستان کې د شوروي یرغل له پای ته رسېدو سره سم د کډوالۍ له یوه کمپه په ۱۹۸۷ میلادي کال کې متحده ایالاتو ته کډه شوې وه.

ښایسته واعظ به د نړۍ د چارچاپېره سفر د بشپړولو لپاره ۳۰ ځایه تم کېږي چېرته چې د دې لپاره د ښوونځیو له ماشومانو او بېلابېلو خلکو سره د لیدنې زمینه برابرېږي او هغوی ته به ویناوې هم وکړي.

XS
SM
MD
LG