د لاس رسي وړ اتصالات

پر شمشاد ټلوېزیون برید؛ د زخمي نطاق کیسه


پرویز صافی لومړنی نطاق و چې تر برید وروسته د شمشاد ټلوېزیون پر پردې راڅرګند شو
پرویز صافی لومړنی نطاق و چې تر برید وروسته د شمشاد ټلوېزیون پر پردې راڅرګند شو

په تیرو اوولسو کلونو کې د افغانستان د رسنیو پر کارکونکو ګڼ بریدونه شوي دي، خو پر شمشاد ټلوېزیون برید، په کابل کې د یوه مهم نشراتي ارګان پر ودانۍ لومړنۍ ډله ایزه حمله بلل کیږي.

دوو تنو وسله والو د سې شنبې په ورځ [نوامبر ۷] د شمشاد د خصوصي ټلوېزیون ودانۍ ته نتوتل، یو کس یې وواژه او د ټلویزیون لسګونه کارکونکي یې زخمیان کړل.

د برید په جریان کې ددغه ټلوېزیون خپرونې د ډیر لنډ وخت لپاره وځنډیدې خو د افغان امنیتي پوځیانو له خوا د بریدګرو له وژل کېدو سملاسمي وروسته، د ټلوېزیون خپرونې په عادي ډول بیا پیل شوې.

پرویز صافی لومړنی نطاق و چې په ناآرام ذهن او په ټپي لاسونو د ټلوېزیون پر پردې راڅرګند شو او خبري خپرونه یې وړاندې کړه.

د ښاغلي صافي انځورونه ډير ژر په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شول او په افغانستان او له هغه هېواد څخه بهر ډیرو کسانو د هغه د میړانې او جرئت ستاینه وکړه.

پرویز صافي له امریکا غږ سره په خبرو کې تر برید وروسته د ټلوېزیون ودانۍ ته د خپل راتګ کېسه وکړله ویې ویل: "یو شمېر سره دا ویره وه چې بریدګر لا ژوندي دي، خو موږ [د شمشاد ټلوېزیون] نشرات پیل کړل."

افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې په تېره یوه لسیزه کې د بیان د آزادۍ په ډګر کې یې لاسته راوړنې ډیرې دي.

ناامنۍ او اطلاعاتو ته د خبریالانو محدود لاسرسی د رسنیو د کار پر وړاندې لوي خنډونه بلل کیږي.

د شمشاد ټلوېزیون د کارکونکو په وینا رسنیو کې کار کول به ښايي له ډیرو لوړو ژورو نه ډک وي خو د شمشاد مامورین خپلو مربوطه وظایفو ته ژمن دي.

پرویز صافی غواړي چې "حکومت د افغان ژورنالیستانو او رسنیو د خوندېتوب لپاره جدي هڅې وکړي."

پر شمشاد ټلوېزیون برید؛ د زخمي نطاق کیسه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

XS
SM
MD
LG