د لاس رسي وړ اتصالات

د شانګهای غونډه په قزاقستان کې وشوه


د شانګهای غونډه په قزاقستان کې وشوه
د شانګهای غونډه په قزاقستان کې وشوه

د مرکزي او جنوبي اسیا مشران نن د چین او روسیې د استازو په ګډون د سیمې د امنیت او اقتصادي چارو کې د خبرو دپاره کیناستل.

دا غونډه د شانګهای د همکارۍ د ټولنې کلنۍ ناسته ده چې په قزاقستان کې ترتیب شوې ده.

ددی ټولنې مشران اوس پدې غور کوي چې ددې ادارې د غړو شمیر د شپږو نه چې لس کاله پخوا، په پیل کی و، زیات شي.

هند ، ایران او پاکستان درۍ سره پدې ټولنه کې د ګډون هڅې کوي.

دا هماغه هیوادونه دي چې په سیمه کې د امریکا نفوذ محدودول غواړي.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي هم په دې مهمه سییزه غونډه کې د ناظرینو په ډله کې وو. افغانستان د شانگهای د همکاری د ټولنې لپاره یوه مهمه موضوع ګرځیدلې ده.

XS
SM
MD
LG