د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په مریلنډ کې په یو برید کې "درې کسان" ووژل شول


لا د برید انګیزه معلومه نه ده
لا د برید انګیزه معلومه نه ده

یو وسله وال سړي واشنګتن ښار ته نژدې په مریلنډ کې پر خلکو ډزې کړي او یو شمېر کسان یې وژلي دي.

پېښه د پنجشنبې په ورځ ( سپتمبر۲۰) د مریلنډ د هارفورډ په ناحیې کې د رایټ ايډ Rite Aid درملو د شرکت د توزیع په یوې څانګې کې شوې ده.

اسوشیتډپرس د ځینو پولیسو چارواکو له خولې لیکلي دي چې په برید کې درې کسان وژل شوي دي او وسله وال هم نیول شوی دی.

د بریدګر هویت لا معلوم نه دی او ویل کیږي چې له پولیسو سره په ډزو کې ژوبل شوی دی او حالت یې ښه نه دی. په برید کې ځینې خلک ژوبل شوي هم دي. لا د برید انګیزه معلومه نه ده.

د درمل جوړونې د دغه شرکت یوې ویاندې سوزان هندرسن ویلي دي چې برید په هغې ودانۍ کې شوی چې د دوی شرکت په کې څانګه لري. هغې وویل لا نپوهیږي چې بریدګر د دغه شرکت کارکوونکی دی کنه.

وايي د شرکت تولیدات دغه مرکز ته انتقال کېدل او بیا له هغه ځای نورو څانګو ته انتقالېدل. پولیسو له خلکو غوښتي چې سیمې ته له ضرورت پرته له ورتلو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG