د لاس رسي وړ اتصالات

'افغانستان به د سولې تر توافق وروسته هم بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري'


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش «سیګار» ادارې مشر وايي چې د سولې تر موافقې وروسته به هم افغانستان بهرنیو مرستو ته اړتیا ولري.

سیګار ادارې چې د افغانستان اصلي ستونزې په یو راپور کې څېړلې وايي، چې افغان حکومت د سولې له ټینګېدو وروسته د نړیوالو له مالي مرستو پرته ښايي دوام ونه کړي.

د دغه ادارې مشر جان اف. سوپکو د دغه راپور له خبرېدو سره یو ځای له امریکايي پالیسي جوړونکو څخه غوښتي چې د سولې تر توافق وروسته رامنځته کېدونکو شرايطو ته چمتووالی ونیسي.

هغه ویلي:" که چیري سوله رامنځته شي، او که چیري دا سوله تلپاتې وي، د نور اضافي لګښت سبب به هم شي، چې یوازې به یې تمویلونکي د ورکولو توان ولري."

په دغه راپور کې پراخې ناامنۍ، د پولیسو ناتواني، د فساد شتون، کمزوری اقتصاد، د نشه يي موادو سوداګري او د ښځو د حقونو په وړاندې ګواښونه هغه اصلي ستونزې یادې شوي چې په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو هڅې پیل کړي او په دې اړه یې پنځه ځله له طالبانو سره مخامخ خبري کړي دي.

امریکايي چارواکي په دې باور دي چې سولې ته رسېدل او یو سرتاسري اوربند به د افغانستان لپاره یو فرصت وي، تر څو د نورو مسايلو ترڅنګ پر ښه حکومتوالۍ او د اقتصادي زېربناو پر قوي کولو تمرکز وشي.

پر همدې مهال سیګار پخپل نوي راپور کې ټینګار کړی چې، له طالبانو سره سوله به یوازې د افغانستان ټولې ستونزې هوارې نه کړي.

دغه بنسټ وايي، چې د نورو ستونزو ترڅنګ، عادي ژوند ته د وسله والو طالبانو ګرځول به په هغه صورت کې چې د سولې توافق وروستی شي، د افغانستان لپاره له لویو ننګونو څخه وي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د افغانستان ۵۱ سلنه بودیجه له بهرنیو مرستو څخه تمویلېږي.

XS
SM
MD
LG