د خیبر پښتونخوا په قبایلي ولسوالۍ شمالي وزیرستان کې سه شنبه جنوري ۲ (مرغومي ۱۲) د شپږو نایانو مړي په پټیو کې موندل شوي چې په ډزو ویشتل شوي او وژل شوي و.
چارواکو ویلي چې وژل شوي نایان د پنجاب ولایت اوسیدونکي و چې د شمالي وزیرستان میرعلي ښارګوټي کې یې سلماني درلوده.
د دې ولسوالۍ د پولیسو مشر روښان زیب خان امریکا غږ اردو څانګې ته په مرکې کې ویلي چې د دې نایانو وژل کیدل د "ترهګرو" کار دی.
ښاغلي زیب خان ویلي چې پولیس د پیښې په هکله پلټنې کوي او دا چې د مړیو پیژندګلوي په بشپړه توګه وشي، د کورنیو غړیو ته به یې وسپاري.
د حاجي مجتی په نامه یوه سیمه ایز خبریال هم ویلي چې دې نایانو د شمالي وزیرستان د میرعلي په بازار کې دکان درلود او نا معلومو کسانو هغوي تر وژل کیدو یوه ورځ وړاندې تښتولي و.
سره لدې چې تر اوسه هیڅ کومې ډلې د دې وژل شویو نایانو د تښتولو او وژلو ادعا نده کړې چې خو پدې سیمې کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ ډله پراخ شتون لري.
ټي ټي پي د سوات په درې کې وړاندې تر دې چې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان پوځ لدې سیمې وایستل، سړي یې ږیرو خریلو ته نه پریښودل او هغوي چې لدې امر څخه یې سرغړاونه کول، وهل ډبول یې او په زور به یې د سر ویښتان ترې خرییل.
پدې تیرو څو میاشتو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې شب نامې اچول شوې وې چې د نایانو څخه پکې غوښتل شوي و د سړیو ویښتان دې په یوې ځانګړې بڼې نه کموي خو لا معلومه نده چې آیا د دې شپږو نایانو وژل کیدل د همدې شب نامو سره تړاو لري که نه.
دا هم نده څرګنده چې آیا دا کسان د خپل کار په خاطر وژل شوي که نه. تر دې وړاندې د بلوچستان په ولایت کې هم د پنجاب ولایت څو تنه کارګران د وسله والو په یو برید کې وژل شوي و.
فورم \ دبحث خونه