د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان کې اوه امریکایي عسکر ورک شویدي


د امریکا پوځ وایي چې په جاپان کې یې د سمندري ځواکونو دوو الوتکو ټکر کړیدی او په نتیجه کې یې اوه تنه عسکر لادرکه شویدي.

د امریکا پوځ وایي د سمندري ځواکونو دغه اوه عسکر وروسته تر هغه ورک شول چې دوه الوتکو ټکر وکړ. د امریکا پوځ وایي تر اوسه نده معلومه چې دغه الوتکې څنګه وجنګیدلې.

د جاپان د دفاع وزارت وایي چې د ٧ لادرکو عسکرو نه یې یو موندلی دی او په نورو پسې لټون روان دی. موندل شوی عسکر د علاج لپاره پوځي روغتون ته انتقال شویدی.

د امریکا د سمندري ځواکونو په اعلامیې کې همدومره ویل شوي چې دغو عسکرو د روزنې په پروګرام کې برخه اخیستې وه چې پیښه وشوه. پوځ ویلي دي چې د ورکو شویو عسکرو لټون روان دی.

د امریکا یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي چې یوه الوتکه ایف اي اتلس جنګي جیټ او بله KC-130 ډوله الوتکه وه چې نورو الوتکو ته تیل ورکوي. او په دواړو الوتکو کې اوه تنه سپاره و.

XS
SM
MD
LG