د لاس رسي وړ اتصالات

خپل ځیرک کور څنګه خوندي وساتو


ډیر خلک د خپلو کورونو د خوندیتوب په خاطر په غږ باندې فعالیدونکي سپیکرونه او نورې ځیرکې وسیلې اخلي. خو دغه کار ښايي هکرانو ته د دوی په کور کې د ځیرکو وسیلو د هک کولو موقع ورکړي.

د معتبرو شرکتونو له خوا جوړې شوې ډیر شمیر ځیرکې وسیلې د خوندیتوب په سیستمونو مجهزې وي خو بیا هم د هک کولو په وړاندې یې ضمانت نشي کیدلی. هغه وسیلې چې نویو جوړو شویو او کوچنیو شرکتونو جوړې کړي د خوندیتوب ډیرې کمې وړتیاوې لري.

د دغو وسیلو له پېرودلو مخکې باید د یوشمیر خطرونو ارزونه وشي.

ډیر شمیر دغه وسیلې په دومداره توګه ستاسو قوماندو ته غوږ نیسي، کله چې قومانده ترلاسه کړي، د اړونده شرکت له سروسر سره اتصال پیداکوي او ستاسو قومانده عملي کوي. اوس پوښتنه پیداکیږي کله چې تاسو خصوصي خبرې کوئ هغه هم انترنت ته استول کیږي؟

په ځینو مواردو کې یواځې هغه وخت ثبت شوې خبرې انترنت ته استول کیږي چې وسیله تاسو فعاله کړي وي. د وسیلې له پېردولو مخکې هڅه وکړئ داسې وسیله وپیرئ چې د فعاله کېدو ځانګړتیا ولري.

خو بیا هم حتې د مشهورو شرکتونو له وسیلو څخه تیروتنې رامنځته کیدی شي. د ویکي لیکس ویب پاڼې له خوا په افشاشوو اسنادو کې ادعا شوې چې د امریکا د استخباراتو ادارې سي آی اې د سامسنګ له ځیرکو تلویزونونو څخه د جاسوسۍ لپاره کار اخیستی، هغوی دغه کار هغه وخت چې تلویزیونونه ګل هم و، کړی.

د ماشومانو د لوبو ځیرکو سامانانو ته هم متوجه اوسئ، ځکه ځینې شرکتونه دغه وسایل په بازار کې د رقابت په خاطر په بیړه تولیدوي او د محرمیت برخې ته یې پام نه کوي.

کومې خبرې چې د سپیکرونو له خوا ثبتیږي د اړوندو شرکتونو له خوا ساتل کیږي او ښايي په اعلانونو کې ورڅخه ګټه واخلي. ځینې مشهور شرکتونه خپلو مشتریانو ته د دې انتخاب ورکوي چې خپلې ثبت کړې خبرې مرور کړي او پاکې یې کړي.

د ګوګل د یوه فرعي شرکت نست له خوا د کم آی کیو په امنیتي کمرو کله چې له کورڅخه لرې یاست، د خپلو ماشومانو حال اخیستلی شئ. دغه کمرې هم ويډیوګانې ثبتوي او په آنلاین بڼې یې ساتي. یو شمیر دغه ډول کمرې په منظم ډول اخیستل شوې ويډیوګانې آنلاین ذخیرې ته استوي خو یو شمیر نورې یې بیا یواځې هغه وخت استوي چې قومانده ورکړل شي.

ښايي یو شمیر معتبر شرکتونه محرمیت جدي وګڼي خو بیا هم هيڅ سیستم له خلاګانو خالي نه وي.

یو شمیر ځیرک کولپونه د دې وړتیا درکوي چې اپلیکیشن پرمټ له لرې واټن څخه د خپل کور ور میلمنو ته خلاص کړئ. ښايي غله یې هک کړي که څه هم دوی ته ښايي دا اسانه وي چې د کور کړکي ماتې کړي او کور ته داخل شي.

په ټوله کې، سپارښتنه کیږئ چې د ځیرکو وسیلو خاوندان باید د دغو وسیلو په استعمالولو کې له احتیاط څخه کار واخلي او د خپل محرمیت د ساتلو لپاره یې باید هر وخت چک کړي.

XS
SM
MD
LG