د لاس رسي وړ اتصالات

د سنوډن معلوماتو فرانسه او مکسیکو په غوصه کړي


راسته لاس ته د امریکا سفیر چارلس ریوکن د فرانسې د باندنیو چارو د وزارت څخه د راوتلو په حال کې دی.
راسته لاس ته د امریکا سفیر چارلس ریوکن د فرانسې د باندنیو چارو د وزارت څخه د راوتلو په حال کې دی.
د امریکا د ملي امنیت د دارې د پخواني قراردادي ایډوارد سنوډن د تازه څرګندونو وروسته ، فرانسه او مکسیکو په غوصه دي او د امریکا د متحده ایالاتو څخه یې د توضیحاتو غوښتنه کړې ده.

د فرانسې د باندنیو چارو وزیر لارینټ فبیوس د دوشنبې په ورځ وویل هغه د امریکا سفیر ته زنګ ووهی چې د لي مانډې د ورځپاڼې د نوي مقالې په هکله توضیحات ورکړي. په مقالې کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت ادارې یا ان اس اې د فرانسوي اتباع په هکله معلومات راغونډول.

په مقالې کې دا هم راغلي دي چې ان اس اې د یوې میاشتې په ترڅ کې د لسو میلیونو فرانسویانو ټلفوني سوابق ټول کړي دي.

په عین حال کې مکسیکو هم د دوشنبې په ورځ په قهر سره د جرمني د دیر شپیګل د مجلې پر مقالې باندي عکس العمل څرګند کړ. په دې مقالې کې راغلي دي چې د امریکا د ملي امنیت د ادارې کارکونکي د مکسیکو د پخواني ولسمشر فلیپ کالدرن برېښنا لیک ته ننوتې وو. د مکسیکو د باندنیو چارو وزارت دا د نه منلو وړ عمل وبلی او زیاته یې کړه چې په دې لړ کې د مکسیکو او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه شوې ده.

سنوډن چې اوس یې په روسیې کې پناه اخیستې ده امریکا پرې د جاسوسۍ او تخریب تور لګولی دی. پر هغه باندي دغه تورونه وروسته له هغه نه ولګېدل چې نوموړي د امریکا د ملي امنیت د ادارې سري معلومات مطبوعاتوته افشا کړل.
XS
SM
MD
LG