د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د سوچي د الوتکې مشکوک نشه و


تحقیق کونکي وایي چي هغه اوکرایني چي کوښښ یې وکړ چي یوه ترکۍ تجارتي الوتکه وتښتوي او د روسیې ( سوچي ) ته یې ورسوي چي دا اوس په هغه ښار کي داولمپیک ژمنۍ نړېوالي لوبي روانې دي، غوښتل له دې لاري د خپل هیواد بندیان آزاد کړي.

د اوکراین د امنیتي خدماتو د تحقیقاتي څانګي کارکونکي ( میکسیم لینکو) د شنبې په ورځ وویل چي دغه الوتکي تښتونکي ګواښ کړی و چي که یې غوښتني ونه منل شي نو الوتکه به په بم والوځوي.

هغه وویل چي « کله چي الوتکه د هوایي میدان نه والوته نو یو ساعت وروسته یوه سړي د پیلوټانو خوني ته ځان ورساوه او د هغوي نه یې وغوښتل چي د الوتکي لاره بدله کړي او د سوچي ښار ته دي یې ورسوي. نوموړي وویل چي د روسیې جمهوررئیس ویلادیمیر پوتین او د اوکراین جمهوررئیس یانو کو ویچ چې د دواړو لاسونه په وینو سره دي، هلته دي. هغه وغوښتل چي په اوکراین کي دي ټول بندیان آزاد شي.


په دې الوتکه کي ټولي ١١٠ سپرلۍ وې او د اوکراین د ( خارکوف) د ښار نه د ترکیې د استانبول ښارته روانه وه.

( لینکو) وویل چي د الوتکي د عملې غړو کوشش وکړ چي دغه سړی آرام کړي او الوتکه روغه رمټه استانبول ته ورسیده. په الوتکه کي وسلې یا بمونه نه دي پیدا شوي.

چارواکو وویل چي دغه مشکوک سړی په دې وخت کي ډیر نشه و.

د سوچي ژمنۍ لوبې په نورمال ډول راونې دي

د اولمپیک د ٢٠١۴م کال د ژمي په نړېوالو ورزشي لوبو کي چي د روسیې د سوچي په ښار کي رواني دي، په لومۍ ورځ یوه پاخه سنه ورزشکار تاریخي ریکارډ قایم کړ.

( اولي اینار جور نادا لین) د اولمپیک په ژمنیو لوبو کي لومړنی د زیات عمر خاوند کس و چي په انفرادي ورزشي لوبه کي یې د سرو زرو میډال وگاټه. دغه ۴٠کلن سړي د سکي په لوبه کي ١٠ کیلو متره واټن تر نورو ټولو ورزشکارانو ژر وواهه او د زاړه سن لرونکي پخواني ورژشکار ریکارډ یې چي کاناډایي سکي کونکي ( ډف ګیبسن) قایم کړی و، مات کړ.

ګیبسن ٣٩ کلن و چي د ٢٠٠٦م کال په لوبو کي یې دا ریکارد قایم کړی و.

د یخ پر مخ په ښوئیدونکې ځغاسته یا سکېټینگ کي هالینډی ورزشکار (سوین کرېمر) اول سو او د سرو زرو میډال یې وګټی.

ناروې د شنبې په ورځ د سروزرو د پنځو میډالونو نه دوه میډاله ترلاسه کړل.

کاناډایي ( جوستین دوفر لا پاینتې) د سکي د ښځینه لوبي د سرو زرو میډال وګټی.

د امریکا دمتحده ایالاتو ورزشکار( سېج کاتسین برگ) ددې لوبو په اوله ورځ د سروزرو یو میډال ګټلی دی.
XS
SM
MD
LG