د لاس رسي وړ اتصالات

فیسبوک، تویټر او یوټیوب د اورپکو تبلیغات شنډوي


دغو شبکو د ویرې او ترهې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي.
دغو شبکو د ویرې او ترهې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي.

د جمعې په ورځ فیسبوک د تفشین ملک پاڼه ړنګه کړه. ميرمن ملک تورنه ده چې څو ورځې مخکې يې له خپل ميړه سره یو ځای د امریکا د فلورېډا ایالت د سن برناردینو ښار کې ۱۴ تنه په ډزو ووژل او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

د امریکا د فدرال تحقیقاتي اداره(اف بي آې) اوس دغه پېښه د " ترهګري" په توګه ارزوي.

یوه ورځ مخکې د فرانسې لومړي وزیر او د اروپايي کمیسیون چارواکو د فیسبوک، ګوګل، ټویټر او نورو شرکتونو له مشرنو سره خبرې وکړې چې "پر انټرنټ د ترهګرو پاروونکو او له نفرت څخه ډکو خبرو" د مخنیوي لپاره هڅې ګړندۍ کړي.

دغه شرکتونه د خپلو مشتریانو او کاروونکو لپاره جلا تګلاره لري چې د تګلارو خلاف ټوله محتوا، نومونه او پاڼې ړنګوي، خو که حکومت د کومې پاڼې یا محتوا ړنګول غواړي باید د محکمې حکم له ځان سره ولري.

خو، د دغو انټرنټي شبکو چارواکي اندېښنه لري که په دغه برخه کې د لویدیځ له قانون پلي کوونکي ځواک سره سره مرسته وکړي د نړۍ نور بېلا بېل هېوادونه به هم ورته غوښتنې وکړې. ټولنیزې شبکې حکومتي نه دي او خپلواکې بلل کیږي.

پاڼه/حساب تړل

په امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې چارواکي تل نیوکه کوي چې اسلامپالې ډلې د انټرنټ له لارې خلک او په تېره ځوانان خپلو لیکوته جذبوي او یا لږ تر لږه يې هڅوي چې د خپلو حکومتونو پر ضد فعالیتونه وکړي.

ولسمشر باراک اوباما د یکشنبې په شپه ولس ته خبرو په مهال وویل چې د اسلامي دولت ډله یا داعش له تکنالوجۍ نه په ناوړه ګټې اخیستلو د خلکو په ذهنونو کې د کرکې زهر شیندي.

د امریکا د فلورېډا ایالت د ورستۍ برید کوونکې تشفین په اړه هم ویل کیږي چې د فیسبوک له لارې يې له داعش سره بیعت کړی و.

د فیسبوک، ګوګل او ټویټبر ټولنیزو شبکو چارواکي وايي دوی ته د حکومتونو او نورو عادي کارکوونکو غوښتنې او شکایتونه یو ډول دي، خو که د حکومتونو غوښتنې هغه وخت ډېر ارزښت لري چې د محکمې پرېکړه ورسره وي.

د شبکو چارواکي وايي ډېره هغه خبرې، ویډیوګانې، تصویرونه او معلومات ړنګوي چې د دوی د داخلي تګلارو خلاف وي. دوی د خپل دغه کار لپاره د محکمې پرېکړه هم نغواړي.

د فیسبوک اداره وايي د تشفین فیسبوک پاڼه يې ځکه ړنګه کړه چې په خپلې ټولنې کې يې د "ویرې او ترهې" په خپرولو کې مرسته کړې ده.

دغو شبکو د ویرې او ترهې د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي پلانونه او پروګرامونه جوړ کړي دي.

ټویټر وايي په خپلې کورنۍ تګلارې کې يې بدلون راوستي دي.

د دغې شبکې یوه ویاند وویل اوس ټول هغه پیغامونه او نور اړوند مواد ړنګوي چې آن په غیر مستقیم ډول هم خلکو ته ګواښ پېښوي.

XS
SM
MD
LG