د لاس رسي وړ اتصالات

اندونیزیا کې ټولنیزو موانعو د کروناویروس ضد مبارزه ستونزمنه کړې ده


اندونیزیایي مقاماتو ویلي چې د ټولنیزو انګیرنو او موانعو په دلیل ددې هیواد زیات شمیر خلک د کروناویروس معاینې ته نه حاضریږي او دغه وضعیت پدې هیواد کې د کروناویروس ضد مبارزې په وړاندې لوی خنډ دی.

اندونیزیا د اسیا په جنوب ختیځ کې تر ټولو زیاتې کروناویروس پیښې لري. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو له مخې د چهارشنبې د ورځې جون ۲۴ (چنګاښ ۴) تر سهاره پدې هیواد کې د کووید۱۹ پیښې له ۴۹ زرو اوښتي او شاوخوا ۲۵۷۳ کسان مړه شوي دي.

د رویترز اژانس د اندونیزیایي مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې د کروناویروس د چټک خپریدو سره سره او په هغو سیمو کې چې دغه ناروغي زیاته ده خلک په ځانګړې توګه هټیوال او د سړک پر سر د مالونو خرڅوونکي د کروناویروس له معاینې ډډه کوي.

په سوماترا کې د کروناویروس مبارزې د ځانګړې قوې ویاند جسمان ریزال، د کروناویروس له معاینې نه د خلکو ډډه کولو په هکله د رویترز اژانس ته ویلي چې: "ښایي ډار اوسي، ښایي روحي فشار، اړ یو چې د هغې د انګیزو په اړه پلټنه وکړو. حکومت باید لازم اقدامات وکړي او خلک وپوهاوي".

اندونیزیا د ۲۷۰ میلیون نفوس په درلودلو سره د نړۍ څلورم زیات نفوس لرونکی هیواد دی چې ددې هیواد په ۱۸۰۰۰ ټاپوګانو کې ژوند کوي.

د اندونیزیا په نورو برخو کې لکه جاوا او کالیمانتان، یو شمیر کلیوال د هغو خلکو خښولو ته اجازه نده ورکړې چې د کروناویروس له کبله مړه شوي دي. هغوی ډاریږي چې ددې کسانو خښول د قبر له خارو نه ددې ناروغۍ د خپریدو سبب شي.

یو شمیر اندونیزیایي ډاکترانو رویترز اژانس ته ویلي چې یو شمیر بیماران چې د کووید۱۹ ناروغۍ اعراض او نښانې لري د "بدنامۍ او ننگ" په وجه روغتون ته له تللو ډډه کوي.

د نړۍ په اکثرو هیوادونو کې د موجودو پروتوکولونو له مخې هغوی چې د کروناویروس له وجې مري جسدونه یې باید د روغتیایي کارکوونکو له خوا په مصؤنه توګه ضد عفوني شي او بیا خارو ته وسپارل شي.

همداشان ددې هیواد ډاکتران شکایت لري چې د اندونیزیا په یو شمیر سیمو کې فزیکي واټن هم نه مراعت کیږي.

XS
SM
MD
LG