د " سولر امپلس " الوتکه، چې د لمر د انرژۍ په مرسته چلیږي د ارام سمندر د پاسه ۵۶ ساعتونه تر اوږد پرواز وروسته د امریکا په کلفورنیا ایالت کې ښکته شوې او دمه کوي.
د ارام سمندر د پاسه پرواز د دغې الوتکې تر ټولو اوږد او خطرناک سفر بلل شوی دی ځکه که اړتیا پېښه شوې وه، الوتکې په سمندر کې د بېړنۍ ناستې لپاره ځای نه درلود.
ټاکل شوې، چې دغه الوتکه به له کلفورنیا ایالت نه د اطلس اقیانوس له لارې شمالي افریقا ته ولاړه شي او له هغه ځای نه به بیا مخامخ ابوظبۍ ته ځي. د سولر امپلس الوتکې د ۲۰۱۵ کال د مارچ په میاشت کې له ابوظبۍ نه خپل نړیوال سفر پیل کړی و.
د سولر امپلس الوتکه ۲۳۰۰ کیلو ګرامه وزن لري او ۷۲ مېتره وزرونه لري، وزرونه یې د ۷۴۷ بوینګ الوتکې تر وزورنه هم اوږده دي. د الوتکې په وزرونو کې ۱۷ سلولونه نصب شوي چې له لمر څخه انرژي اخلي او بیا الوتکې ته برېښنا ورکوي.
دوه پیلوټان په نوبت سره دغه الوتکه چلوي، پیلوټان پیکارد او اندري بورشبرګ نومیږي، چې د سویس دي.
د سولر امپلس الوتکې اصلي هدف د لمریزي انرژۍ نه ګټه اخیستل او دغې تکنالوژۍ ته لاسرسی ښودل کیږي، چې د ډېرو په باور ناشونی کار دی.