د لاس رسي وړ اتصالات

پټ ماموریت: د وژل شویو امریکایي عسکرو کورنۍ د پنټاګان نه وضاحت غواړي


شاوخوا ۶۰ کاله وړاندې درې ورځې مخکې تر دې چې امریکا خپل عسکر د ویتنام جګړې ته واستوي، لسګونه امریکایي پوځیان د یو اشد محرم نظامي ماموریت لپاره واستول شول چې تر ننه یې د مړي او ژوندي هیڅ څرک ونه لګید. د دې عسکرو الوتکه د ګوام او فلیپین ترمنځ ورکه شوه او هیڅ نښه نښانه یې پاتې نشوه.

په تیرو شاوخوا ۶۰ کالونو کې چې هر ځل د ویتنام په جګړې کې د وژل شویو امریکایانو یادونه کیږي، د دې امریکایي پوځیانو خپل خپلوان د دفاع وزارت نه ددې عملیاتو د څرنګوالي او د هغوي د ورکیدو په هکله معلومات غواړي . دوي همدرانګه غواړي چې ددې نوم ورکو عسکرو یادونه دې هم وشي.

ډیانا ټیلر چې د امریکا د مسیسیپي ایالت اوسیدونکې ده او ورور یې جیمز ټیلر د پنټاګان پدې پټ ماموریت کې ورک شوی، د شنبې په ورځ مې ۱۵ (غوایي ۲۵) پدې هکله په مراسمو کې په وینا کې په پنټاګان سخت انتقادونه وکړل. هغې وویل: "داسې ښکاري لکه هغوي (ورکو شويو عسکرو) هیڅ وجود نه درلود. تقریباً داسې لکه هغوي چې مهم ندي او د هغوي مرګ مهم ندی."

د ۷۳۹ شمیرې دا پرواز چې ۹۳ امریکایي پوځیان، ۳ ویتانامیان او د الوتکې ۱۱ تنه عمله پکې سپره وه، ټاکل شوې وه چې د امریکا د کالفورنیا ایالت د ټرافیس هوایي اډې نه د ویتنام د سایګون ښار ته ولاړه شي. الوتکې لومړی د هاوایي، بیا په ویک آیلینډ او بالاخره د ګوام په ټاپو کې تیل اچولي وو.

ټاکل شوې وه چې الوتکه د ۱۹۶۲ کال د مارچ د میاشتې په ۱۶ د وروستي ځل لپاره د تیلو اچولو په خاطر په فلیپین کې کښیني خو د ګوام او فلیپین ترمنځ واټن کې د تل لپآره ترۍ تمه شوه او هیڅ نښه نښانه یې پاتې نشوه

د تیلو ایستلو د کښتۍ یوې عملې ویلي چې په هماغه ورځ یې په هوا کې د یوې سترې چاودنې غږ واورید خو د الوتکې هیڅ ټوټه تر ننه ونه میندل شوه.

ددې ورکو شویو پوځیانو کورنۍ څه باندې ۶ لسیزې کیږي چې د خپلو عزیزانو په هکله د معلوماتو په لټه کې دي خو تر اوسه بینوا پاتې. دا چې دا امریکایي عسکر د جګړې په ډګر کې ندي وژل شوي، په همدې خاطر یې نومونه د هغو عسکرو په لیست کې ندي شامل چې د ویتنام په جګړې کې وژل شوي.

XS
SM
MD
LG