د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې 4 سوه زره ماشومان د مرګ د ګواښ سره مخ دي


سومالیا کې 4 سوه زره ماشومان د مرګ د ګواښ سره مخ دي
سومالیا کې 4 سوه زره ماشومان د مرګ د ګواښ سره مخ دي

د سومالیا په پایتخت موګادیشو کې د بنادیر په روغتون کې د هغو ماشومانو د ژړا غږونه اوریدل کیږي چې د مرګ او ژوند تر منځ شپې او ورځې تیروي.

هره ورځ زیات شمیر کورنۍ د سومالیې د کلیواله سیمو نه خپل ماشومان دغه روغتون ته د داسې درملو او خوراکي موادو د تر لاسه کولو لپاره راولي چې ماشومان یې پرې ژوندي پاتې شي. په موګادیشو کې هغه کمپونه د خلکو نه ډک شویدي چې په موقتي توګه د هغوي لپاره جوړ شویدي او د اټکل له مخې پدغو کمپونو کې شاوخوا 2 سوه زره خلک یوازې په هغې ډوډۍ ګوزاره کوي چې خلک یې ورته ورکوي.

د برتانیې د نړیوالې پراخیتا وزیر انډریو میچل چې په همدې اونۍ کې موګادیشو ته تللی ؤ، ویې ویل چې د سومالیې د خلکو سره د نړیوالې مرستې بیخې کمې دي او په نړیوالې ټولنۍ یې غږ وکړ چې د 4 سوه زرو ماشومانو د ژوندي پاتې کیدو په خاطر دې خپلې مرستې چټکې او ډیرې کړي.

په سومالیې کې خلک وایي هغوي باور هم نشي کولی چې ولې هغوي ته د خوراکي موادو د رسولو کار دومره سوکه دی. د ډنمارک د ټلویزون یوې ډلې د سومالیې په پایتخت موګادیشو کې د ملګرو ملتونو د خوراکي موادو د نړیوالې ادارې د یوه ګودام عکسونه اخیستي دي چې بحر سره نږدې پروت دی او د خوراکي موادو نه ډک دی.

محمد داهر چې پخپله هم خبریال دی وایي په سومالیا کې ډیر خلک پدې عقیده دي چې د خوراک د نړیوال پروګرام سره خوراکي مواد ښه ډیر دي خو خلکو ته یې نه ورکوي.

" خوراکي مواد ټول په بندرونو او ګودامونو کې بند دي، او په خلکو نه ویشل کیږي. که چیرته لس ورځې هم تاسو په موګادیشو کې تیرې کړۍ د خوراکي موادو د نړیوال پروګرام کوم چارواکی به ونه ګورۍ. "

د خوراک د نړیوال پروګرام چارواکي بیا وایي هغوي تر وروستي امکانه پدې کار کوي چې څنګه خوارکي مواد په په منظمه او خوندي توګه خلکو ته ورسوي.

د دغې پروګرام یوه ویانده میرمن سوسانه نیکول وایي چې په سومالیا کې د څو کالونو راپدیخوا مرسته کوونکي ادارې ډارول شوي او ګواښل شویدي او په همدې خاطر زیاتو مرستندویه ادارو په سومالیې کې خپلې مرستې هم بندې کړیدي.

خو اوس چې د القاعده شبکې پورې تړلې د الشباب ډله د موګادیشو نه وتلې ده، میرمن سوسانیه وایي د مرستو رسولو د سیستم د بیرته رغولو چارې د ستونزې سره مخ دي ځکه چې د هغې پر وینا په سومالیا کې د هغو کسانو شمیر بیخې زیات دی چې مرستو ته اړتیا لري.

" بیخې زیات خلک مرسوته ته اړتیا لري او دلته یو ډول فوق العاده حالات دي، نو دا خورا ګران کار دی چې ټولو ته دي خوراکي مواد په مصؤنه توګه وروسول شي. "

د مرستو ځايي ادارې د لویديځو ادارو نه دا غوښتنه کوي چې په سومالیې کې د خلکو خرابې وضعې ته پام سره پکار ده چې دغه ادارې یو څه خطر پر ځان قبول کړي. د موګادیشو د ښار ښاروال محمد احمد نور هغه خبرې مسخرې ګڼې چې وایي په سومالېې کې قحطي ځپلې سیمه د مرستندویه ادارو لپاره خطرناکه ده.

هغه د خوراکي موادو د نړیوال پروګرام په شان ادراو نه غوښتنه لري چې سترګې دې پرانیزي او د هغو اسلامي مرسته رسونکو ټولنو سره دې مرسته وکړي چې خلکو ته خوراکي مواد رسوي حتی که دغه ټولنې د تندلارو ډلو سره په لاس لرلو هم تورنې وي.

" دغه ادارې د سومالیا د ولس په استازیتوب چې قحطۍ وهلي دي، زیاتې پیسې راټولوي خو که چیرته دغه پیسې مونږ ته پر وخت را ونه رسیږي نو هیڅ کومه ګټه نلري. او بله دا چې که چیرته عربي ټولنې او د عربو سور صلیب کولی شي چې په سومالیې کې د خلکو سره مرستې وکړي او دلته په خلکو باندې مرستې توضیع کړي نو هغوي ولې دا کار نشي کولی، آیا دوي د هغوي نه بیل دي. "

د خوراکي موادو د پروګرام ویانده میرمن سوسانه نیکول وایي چې د مرستو رسولو په خاطر هغوي په ټولو لارو چارو باندې غور کوي چې پدې کې د اسلامي ډلو سره د مرستو کول هم شامل دي.

XS
SM
MD
LG