د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکې صدر اعظم سومالیې ته تللی


د ترکې صدر اعظم سومالیې ته تللی
د ترکې صدر اعظم سومالیې ته تللی

د ترکې صدر اعظم رجب طیب اردوان د خپل تاریخي سفر په لړ کې سومالیې ته تللی دی چې قحطۍ ځپلې ده. ښاغلی اردوان هڅه کوي ترکې ته د هغو هیوادونو په سر کې ځای ورکړي چې د سومالیې د خلکو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

صدر اعظم رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ د سومالیا په پایتخت موګادیشو کې د بې ځایه شویو خلکو یو کمپ او یوه روغتون ته ولاړ او وې ویل چې ترکیه به په موګادیشو کې خپل سفارت بیرته پرانیزي.

هغه همدارنګه وویل چې ترکیه به د سومالیې د پایتخت موګادیشو د ښار او د هوایي ډګر تر منځ یو سړک هم جوړ کړي تر څو خلکو ته د مرستو د رسولو کار نور هم آسانه شي. اردوان همدرانګه د خلکو سره ژمنه وکړه چې څو ښوونځي او یوه روغتون به هم ورته جوړ کړي.

پدې سفر کې د صدر اعظم اردوان سره د ترکې د بهرنیو چارو وزیر احمت داوت ګولو او د هغوي میرمنې هم ملې وې. دا په تیرو څو کالونو کې لومړی ځل دی چې د لویديځو هیوادونو یو مشر سومالیې ته ځي چې د قحطۍ او جګړو له امله سخت ځپل شویدی.

د سومالیې ولسمشر شیخ شریف شیخ احمد د همدې اونۍ په سر کې ترکې ته تللی ؤ او همالته یې د ترکې د مشرانو نه مننه کړې وه چې د هغه هیواد ته سفر کوي.

" سومالیې ته د ترکې د صدراعظم، د بهرنیو چارو د وزیر او د هغوي د کورنیو راتګ زمونږ د ولس لپاره ډیر اهمیت لري. د دې نه دا مالومیږي چې دوي د سومالیې د ولس درد او غم درکوي او دا د نړۍ نورو هیوادونو ته هم یو ښه پیغام دی. "

د سومالیې ولسمشر ترکې ته پدې خاطر تللی ؤ چې د اسلامي کنفرانس د ټولنې په یوې عاجلې غونډې کې برخه واخلي.د دغې غونډې جوړیدل هم پخپله ترکې کړې وه چې د اسلامي کنفرانس د ټولنې مشرتوب هم په غاړه لري.

په غونډې کې په سومالیې کې د بشري ناورین په اړه بحثونه کیدل او ګډون کوونکو هیوادونو د سومالیې سره د 350 میلونه ډالرو په اندازه د مرستو ژمنې وکړلې.

کله چې د ترکې صدر اعظم رجب طیب اردوان دې غونډې ته وینا کوله، په لویديځو هیوادونو یې انتقاد وکړ او داسې یې وویل:

"دی وایي هغو کسانو ته مونږ څه ویلی شو چې د خلکو پر سر په زرهاوو میلونه ډالر ګټي. دا څه ډول تمدن او بشریت دی. مونږ د پیغمبر ص د ټولنې څخه یو او پیغمبر ص فرمایلي دي که چیرته ستاسو ګاونډی وږی وي نو تاسو په آرامه خوب نشۍ کولی. "

ښاغلي اردوان د خپلو خبرو په جریان کې وویل چې ترکیه به 200 میلونه ډالر د روژې د میاشتې تر پایه راټول کړي او د سومالیې خلکو ته به یې واستوي. د ترکې ځیني مرستې لا وختي د هوا له لارې سومالیې ته رسیدلي دي او ځیني نور مواد بیا په کښتیو کې اچول شویدي او ډیر ژر به سومالیې ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG