د لاس رسي وړ اتصالات

د جي شل د مالیې وزیران د پیسو د تبادلې پلان جوړوي


د جي شل د مالیې وزیران د پیسو د تبادلې پلان جوړوي
د جي شل د مالیې وزیران د پیسو د تبادلې پلان جوړوي

د شلو سترو اقتصادي قدرتونو د ډلې ېا جی شل، د مالېې وزېران او د مرکزي بانکونو گورنران نن په جنوبي کورېا کې غونډه کوي. د غونډې هدف دا دی چې د اسعارو دتبادلې دانتظام لپاره دعمل یو پلان جوړ کړي. په غونډه کې د نړۍ د اوو سترو اقتصادي قدرتونو چارواکو د جي شل دغونډې نه مخکې نن خپله ېوه ځانگړې غونډه وکړه.

د جی شل غونډه چې دوه ورځې دوام کوي دجنوبی کوریا په ساحلي ښار جېونگجو کې کېږی. ددغې ډلې اوسنی رئیس او د کاناډا دمالېې وزېر جم فلېهرټی ووېل چې مونږ غواړو د داسی ېوه حالت د رامنځته کېدلو مخه ونېسو چه هر هېواد به په ځانگړي توگه د مختلفو لارو نه په استفاده خپل خپل اسعار خوندي ساتي.

د تېرو څو هفتو په دوران همدغسې شوي دي. څو هېوادونو دخپلو پېسو دتبادلی نرخونه ددې لپاره را ټېټ کړل چې صادرات ېې ارزانه شي او په دې ترتېب وکولی شي چې د نورو ملکونو سره د تجارت په وخت زېاته گټه ورته پاتې شي.

دکاناډا دمالېې وزېر وایی چې ېو هېواد هم نه غواړي چې د ېوې موافقې نه په غېر دغونډې نه ولاړ شي. ځینې اقتصاد پوهان په دې باور دي که داسعارو دنرخ او تبادلې په اړه موافقه حاصله نه شوه نو ډېرامکان شته چې د ېو شېمر هېوادونو په منځ به په اصطلاح داسعارو جنگ شروع شی او دا کار به دنړۍ اقتصاد ته تاوان ورسوي.

XS
SM
MD
LG