د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا جمهور رئیسه بندي شوه


د جنوبي کوریا په جمهور رئیسې د رشوت خورۍ او د واک نه د ناوړه ګټې اخیستو تور دی
د جنوبي کوریا په جمهور رئیسې د رشوت خورۍ او د واک نه د ناوړه ګټې اخیستو تور دی

په جنوبي کوریا کې یوې محکمې د واکه د لیرې شوې جمهور رئیسې پارک ګیون هي د نیولو حکم منظور کړی. په هغې د رشوت او د واک نه د ناوړې ګټې اخیستو تور دی.

دا لومړی ځل دی چې په جنوبي کوریا کې په دیموکراتیکه توګه یو ټاکل شوی رهبر د واک نه لیرې کیږي. میرمن هي به د شلو ورځو لپاره د تحقیقاتو پر وخت په زندان کې وي. په هغې دا تور دی چې د خپلې یوې ملګرې سره یې په ګډه غټ شرکتونه او کمپنۍ دیته مجبوره کولې چې د هغې د پالیسیو سره مالې مرستې وکړي.

د جنوبي کوریا په تلویزیون کې وښودل شو چې د محکمې د حکم نه یوازې دوه ساعته وروسته، جمهور رئیسه پارک ګیون هي پداسې حال کې زندان ته یوړل شوه چې دوه تحقیق کوونکې ورسره په موټر کې ناستې وې.

جمهور رئیسه هي او ملګرې یې دا تورورنه رد کړیدي چې ګواکې هغوي د واک نه ناوړه ګټه اخیستې او یا یې رشوت خوړلی. میرمن هي همدارنګه د محکمې نه غوښتي دي چې په تحقیقاتو کې به لاس نه وهي او هم د هیواد پریښودلو نیت نه لري.

د جنوبي کوریا پارلمان د مارچ د میاشتې په لسمې نیټې جمهور رئیسه د پوښتنو لپاره ورغوښته او د واک نه یې لیرې کړله.

هغې د محکمې نه غوښتل چې د تحقیقاتو پر وخت دې په زندان کې نه اچول کیږي خو محکمې دغه غوښتنه ونه منله او د هغې د نیول کیدو امر یې تائید کړ. څارنوالانو تیره اونۍ د جمهور رئیسې پارک ګیون هي نه د څوارلس ساعتونو لپاره پوښتنې وکړلې.

که چیرته په هغې د رشوت او د واک نه د ناوړه ګټې اخیستلو تورونه ثابت شي، د لس کاله بند سزا به ورته واورول شي. تمه کیږي چې په جنوبي کوریا کې د جمهوري ریاست تازه انتخابات د روان میلادي کال د مې د میاشتې په نهمې نیټې وشي.

XS
SM
MD
LG