د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا ولسمشره له جمهوري ریاست نه کډه بار کړه


د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمې هغه معزوله کړه
د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمې هغه معزوله کړه

څه موده مخکې د جنوبي کوریا د اساسي قانون محکمې هغه په فساد محکومه کړi وه او واکونه او صلاحیتونه یې ترې واخیستل.

پارک ګیون هی د یکشنبې په ورځ د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست له زرغونې ماڼۍ څخه هم کډه وکړه.

د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په میاشت کې د جنوبي کوریا د پارلمان غړو پر هغې تور ولګوه چې د خپل یو باوري کس له لارې یې له ځینو خصوصي شرکتونو څخه بډې اخیستې او همدغه کس ته یې په دولتي چارو کې د پټو لاسوهنې واک هم ورکړی دی.

د اساسي قانون محکمې د دغو تورونو له پلټنو وروسه هغه معزوله کړه.

کله چې هغه له جمهوري ریاست څخه وتله، سلګونه پلویان يې د جنوبي کوریا بیرغ او د هغې تصویرونه په لاس د هغې د کور په شاوخوا کې را ټول شوي وو.

هغه ښايي د بډې اخیستو، له واکه د غلطې استفادې او ځینو نورو تورونو سره هم مخامخ شي.

میرمن پارک د جنوبي کوریا د اساسي قانون له پرېکړې وروسته کومه خبره نه وه کړې خو یوازې د خپل ملګري، چوی سون سیل، په اړه یې بخښنه غوښتې وه. اوس باید د جنوبي کوریا خلک د همدغه کال تر مۍ پورې خپل نوی ولسمشر/ولسمشره وټاکي.

وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې د میرمن پارک لیبرال سیال، مون جي ان، په خلکو کې ډېر محبوبیت لري. هغه په ۲۰۱۲ کال په ټاکنو کې هم د میرمن پارک سر سخت سیال و.

XS
SM
MD
LG