د اسپانیا پولیسو د دوشنبې په ورځ جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) وویل چې د اوبو لاندې یې شپږ هغه ډرونونه نیولي دي چې د مراکش څخه یې اسپانیا ته په زیاته اندازه مخدره توکي انتقالولای شي.
پولیسو همداشان ویلي چې هغه جنایي کړۍ یې هم ماته کړې چې ګومان کیږي دغه ډرون یې جوړ کړي دي.
د پولیسو مقاماتو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ډرونونو د نیولو تر څنګ یې په بارسولونا ښار او جنوبي ولایتونو ملاګا او کادیز کې یې په چاپو کې اته کسان هم نیولي دي.
پولیس دا هم وایي چې دا لومړی ځل دی دغه ډول وسایط چې په اتوماتیکه توګه تر اوبو لاندې فعالیت کوي، نیولي دي. دوی پدې باور دي چې دغې جنایي ډلې دا وسایط چې ستر بارونه لیږدولی شي، د نورو جنایي سازمانونو لپاره جوړ کړي دي.
په اعلامیه کې راغلي دي چې: «دغه وسایط د مخدره توکیو قاچاقبرانو ته ددې زمینه برابروي چې د لرې څخه په کنترول کولو سره د جبل الطارق تنګې له لارې په پراخه کچه مخدره توکي ولیږدوي.
دغه ډرون هر یو یې ۱۲ ماشینونه لري او کولای شي تر ۳۰ کیلومترو پورې واټن ووهي. د جبل الطارق تنګی د مراکش او اسپانیا ترمنځ ۱۵ کیلومتره واټن لري او د پولیسو په وینا دا ډیره اسانه ده چې ددغو ډرونونو په وسیله ددې لارې مخدره توکي قاچاق شي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې ددغو ډرونونو څخه درې یې د فرانسې د مخدره توکیو د قاچاق یوې ډلې ته لیږدول کیدل چې په په ستره کچه کوکاین قاچاق کړي. دغه ډرون کولای شي تر ۲۰۰ کیلو ګرامو پورې بار ولیږدوي.
پولیسو ویلي چې د ډنمارک، فرانسې، ایټالیا او اسپانیې جنایي ډلې ددغو ډرونونو د اخیستونکو په ډله کې دي.
مراکش چې د چرسو عمده تولیدونکی هیواد دی د اسپانیا سره ډیر نژدې واټن لري. همداشان په لاتینې امریکا کې د اسپانیا د پخوانیو مستعمرو سره، چې د کوکاینو عمده تولیدونکي دي، د اسپانیا نژدې اړیکې ددې سبب شوي چې اروپا ته قاچاق کیدونکي مخدره توکي ددې هیواد له لارې انتقال شي.