د لاس رسي وړ اتصالات

په سپین بولدک کې خونړۍ ځانمرګه حمله


په سپین بولدک کې خونړۍ ځانمرګه حمله
په سپین بولدک کې خونړۍ ځانمرګه حمله

طالبانو د هغې ځان وژونکې حملې مسوولېت په غاړه اخېستی دی چې نن دجمعې په ورځ ېې دافغانستان په جنوب کې د سپېن بولدک په سرحدي سېمه کې په ېوه حمام کې وکړه. په دغه حمله کی ١٧ کسان ووژل شول او٢٣ تنه نور زخمېان شول.

خبري سرچېنې واېې چې د طالبانو هدف دپولېسو ېو لوړ پوړی قوماندان ؤ چې په چاودنه کی ووژل شو. د سپین بولدک ښارگوټې دقندهار نه ١١٠ کېلومتره لری دختېځ په لورې پروت دی. دحملې په وخت په حمام کې ډېر زېات خلک راټول شوی وو او د جمعې دلمانځه لپاره ېې ځانونه چمتو کول.

جمهور رېس حامد کرزي ، په کابل کی دامرېکا سفارت او دناټو دغه چاودنه غندلې ده

دAP خبري اژانس راپور ورکوي چې په سپېن بولدک کې دچاودنې نه لږ وروسته نامعلومو ټوپکوالاو دقندهار په ښار کې دننه دپولېسو ېو صاحب منصب ووېشته او وې واژه.

له بلي خوا ناټو واېې چې نن د افغانستان په ختېځ او لوېدېځ کې په دوو حملو کې د ناټو داېتلاف ٣ تنه عسکر وژل شوي دي. خو ناټو په خپله بېانېه کې د خپلو وژل شوو عسکر هوېت څرگند نه کړ چی د کوم ملک وو او نه ېې ددغو حملو ځای په دقېق ډول ښودلی دی.

ټاکل شوی ده چی دامرېکا حکومت به افغانستان ته ١۴٠٠ اضافي عسکر ولېږي ترڅو د ژمي په موسم کې د خپلو روانو عملېاتو په دوران کې پر طالبانو باندې نظامي فشار زېات کړي.

پرون د وال سټرېټ ورځپانې دامرېکاېې مامورانو له قوله راپور ورکړی ؤ چې ددغو عسکر زېاتره برخه به دافغانستان جنوب ته ولېږل شي چېري چې دطالبانو سره دتېرو څو مېاشتو په دوران کې امرېکاېې قواو ترټولو سخت جنگونه کړي دي.

متحده اېالات فعلا په افغانستان کی ٩٧٠٠٠ عسکر لري او دناټو دېو شمېر نورو هېوادونو ۴٥٠٠٠ زره عسکر هم ورسره ملگري دي. دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما په پام کې لری چی سږکال په جولاېې کې د افغانستان نه په تدرېجی ډول دامرېکاېې عسکرو راېستل پیل کړي.

XS
SM
MD
LG