د افغانستان د معلولینو د کرکټ ملي لوبډله په آسیايي سیالیو کې ګډون کوي. افغان ورزشکاران به تر راتلوونکو دوو میاشتو پورې پاکستان ته لاړ شي. د کرکټ د غوره لوبغاړیو د ټاکلو په هدف نن په کابل کې د پنځو زونونو ترمنځ د معلولینو د کرکټ سیالۍ هم پای ته ورسیدې.