د لاس رسي وړ اتصالات

د سري لانکا ولسمشر مالدیف ته وتښتید                  


د اقتصادي کړکیچ له امله له څو میاشتو پراخو مظاهرو وروسته د سري لانکا ولسمشر د چهار شنبې په ورځ جولای ۱۳ (چنګاښ ۲۲) سهار وختي مالدیف ته وتښتید او ښايي چې له هماغه ځایه خپله استعفا هم اعلان کړي.

وټبایا راجاپاکسا څو ورځې مخکې ژمنه وکړه چې د چهار شنبې په ورځ به استعفا ورکوي او په سوله ایزه توګه به د واک لیږد ته زمینه مساعدوي.

نوموړي وروسته له هغه دا پریکړه وکړه چې په لس ګونه زره مظاهره کوونکو په کولمبو کې د هغه پر رسمي استوګځای برید وکړ خو نوموړی له برید مخکې وتلی وو.

د ولسمشر په توګه نوموړی له نیول کیدو څخه مصون دی او داسې ویل کیږي چې هغه غوښتل له استعفا مخکې بهر ته ولاړ شي څو د احتمالي نیول کیدو څخه یې مخنیوی ونشي.

یو شمیر سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې ولسمشر، د هغه میرمن او یو ساتونکی د هغو څلورو کسانو په ډله کې وو چې د یوې انټونوف ۳۲ ډله نظامي الوتکې په مرسته د سریلانکا له اصلي هوایي ډګر ولاړل.

د مالدیف د هوایي ډګر یو چارواکی وایي چې د سري لانکا ولسمشر یاد هیواد ته تر رسیدو وروسته، د پولیسو تر نظارت لاندې یو نامعلوم ځای ته انتقال شو.

د سري لانکا ددغه ۷۳ کلن ولسمشر پرواز چې یو وخت د "ټرمیناټور" په نامه مشهور وو د کولمبو د هوایي ډګر د کارکوونکو جنجال له امله د ۲۴ ساعتونو لپاره وځنډید.

نوموړي لومړی غوښتل چې په یو تجارتي پرواز کې دبۍ ته ولاړ شي خو د هوایي ډګر کارکوونکو د مهمو میلمنو (VIP) د لارې پر ځای ټینګار کاوه چې ټول مسافر باید د عادي لارې الوتکې ته داخل شي.

یو امنیتي چارواکي وویل د ولسمشر ګوند نه غوښتل چې نوموړی د عادي لارې څخه الوتکې ته ولاړ شي ځکه د خلکو د غبرګون اندیښنه موجوده وه او له همدې امله نوموړی د دوشنبې په ورځ له څلور پروازونو څخه پاتې شو کوم چې هغه یې متحدو عربي اماراتو ته لیږداوه.

د سري لانکا د ولسمشر ورور، باسل چې په اپریل میاشت کې یې د مالیې د وزیر په توګه له خپلې دندې استعفا ورکړه هم د سه شنبې په لومړیو کې دبۍ ته له پرواز څخه وروسته له هغه پاتې شو چې د میدان له کارکوونکو سره یې جدي جنجال پیدا شو.

پر راجاپاکسا تور دی چې د اقتصاد د غلط مدیریت له امله په هغه هیواد کې داسې یو حالت رامنځ ته شو چې حتی د ضروري وارداتو د تمویل په هدف بهرني اسعار نه وو او د هغه هیواد ۲۲ میلیونه نفوس له ناوړه ستونزو سره مخ شو.

که نوموړی د ژمنې سره سم استعفا ورکړي، صدراعظم رانیل ویکریمسینی به په اتومات شکل تر هغه وخته سرپرست ولسمشر شي څو پارلمان د اوسني دورې د ختم لپاره خپل یو غړی وټاکي . د هغه هیواد د جمهوري ریاست اوسنی دوره په ۲۰۲۴ کې پای ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG