د لاس رسي وړ اتصالات

سریلانکا د دروغو خبرونو په خپرولو د پنځو کلو بند سزا ورکوي


د سریلانکا حکومت وایي چې هغه کسانو ته به چې په ټولنیزو رسنیو دروغ خبرونه او کرکه خپروي، د پنځو کلونو بند سزا ورکوي

د یادونې وړ ده چې په سریلانکا کې د اپریل په ٢١ نیټه د عیسوي مذهب په پلویانو د ترهگرو د بریدونو نه وروسته ځینې عناصر د مسلمانانو ضد کرکه پاروي.

د سریلانکا د عدلیې وزیر دغه لایحه په پارلمان کې وړاندې کړه چې نورو وزیرانو لاسلیک کړله. دغه لایحه دا هم وایي چې تورن کسان به تقریباْ یو ملیون روپۍ جریمه کوي.

د سریلانکا حکومت لا تر اوسه پورې دغه دواړه (د دروغو خبرونو او د کرکې د خپرولو) جرمونه تشریح کړې نه دي خو وایي چې په قانون کې به د تعدیل د لارې دغه نوي سزاگانې معرفې شي.

د یادونې وړ ده چې په سریلانکا کې حکومت پرله پسې تورونه لگوي چې خلک د ټولنیزو رسنیو د مخنلفو ایپونو یعني فیسبک، ټویټر او انسټگرام نه د کرکې د خپرولو لپاره کار اخلي. سریلانکا چې د جنگ د ختمیدو د یوې لسیزې د تیریدو وروسته هم تر اوسه پورې د فرقه ایزو ستونزو سره مخ دی.

د سریلانکا حکومت تیره میاشت هم د هغې نه وروسته انټرنیټ په موقتي توگه بند کړ چې اشغال شوو مظاهرچیانو د مسلمانانو په کورونو او جوماتونو بریدونه وکړل، درې تنه یې ووژل او سلگونه کورونه یې ویجاړ کړل.

حکومت وایي چې د دغه حملو د منظمولو لپاره ټولنیزې رسنۍ استعمال شوې وی.

د یادونې وړ ده چې د اپریل په میاشت کې په سریلانکا کې یو لړ ځانمرگو بریدونو ٢٥٨ تنه وژلې و او د ٥٠٠ نه یې زیات زخمیان کړي و چې د هغې نه وروسته په ټولنیزو رسنیو د دروغو خبرونو خپرولو کې زیاتوالې راغی.

داعش د دغو خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستې و، د دغې ډلې لخوا د مسولیت قبلولو نه وروسته په سریلانکا کې په ټولنیزو رسنیو د ٩ ورځو لپاره بندیز ولگول شو.

XS
SM
MD
LG