د لاس رسي وړ اتصالات

د فلوریډا په ایالت کې د توپان له وجې اضطراري حالات اعلان شول


د هوا پیژندې ادارې وایي چې راتلونکې شنبې به د فلوریډا ایالت ته د امرا توپان راشي

د فلوریډا والي رک سکاټ وایي د دې ایالت په ټولو ولسوالیو کې یې پدې خاطر ضطراري حالت نافذ کړي چې د فدرالي، ایالتي او سیمه ایزو حکومتونو سره د توپان د راتګ لپاره د چمتووالي په چارو کې همکاري وشي.

د فلوریډا واخلي د خلکو نه غوښتي دي چې " بیداره دې اوسیږي او د هوا حالاتو نه دې ځان خبر ساتي. "

د "امرا" په نامه توپان چې اوس یې شدت څلور درجې دی د متحده ایالاتو د جنوبي ایالتونو تر څنګ د کارابین ټاپوګانې هم د خطر سره مخ کوي.

د امریکا د توپان ملي ادارې ویلي دي چې د "امرا"د توپان سره به نن سه شنبه سخته سیلۍ او جاکړ وي او ډیر باران به وشي.

که توپان څلور درجې شدت ولري نو پدې معنی چې د باد چټکوالی پکې په یو ساعت کې د ۲۰۹ او ۲۵۱ کیلو متره وي. پدې شدت سره باد ونې د بیخه باسي، د بریښنا مزي پرې کوي، بریښنا او اوبه پکې قطع کیږي او خلکو ته د سر او مال زیان اړوي.

د متحده ایالاتو د توپان ملې ادارې ویلي دي چې د "امرا" توپان ښایي د راتلونکې شنبې په ورځ د فلوریډا ایالت جنوبي برخو ته ورسیږي. د فلوریډا تر څنګ د متحده ایالاتو د ختیځ ساحل ایالتونه هم د خطر سره مخ دي.

XS
SM
MD
LG