د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ شاوخوا ۷۵ فیصده ماشومان له تاوتریخوالي سره مخ دي


د یوې نوې څیړنې موندنې ښیي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا په سلو کې ٧٥ ماشومان له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

ددې څیړنې موندنې چې د "په ماشومتوب کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو" په نامه خپرې شوې څرگندوي چې هغه شمیر ماشومان چې په کوچنیتوب کې ورسره میندې تشدد کوي کله چې لویږي یا ددې ډول تاوتریخوالي قرباني کیږي او یا هم پخپله د نورو پر وړاندې تاوتریخوالیب کوي.

په رپوټ کې راغلي چې ماشومان هم په بډایو هیوادونو او هم په فقیرو هیوادونو کې د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي او په مجموعي توگه شاوخوا ۱،۷ میلیونه ماشومان په ټوله نړۍ کې هر کال د تاوتریخوالي سره مخ کیږي.

ددې څیړنې د کارپوهانو پاملرنه یواځې هغهو تاوتریخوالیو ته وه چې د مرتکبینو او ماشومانو ترمنځ شوي دي—نه هغه خشونت چې د جنگ په وجه پر ماشومانو کیږي.

دا څیړنه په دریو پرله پسې کلونو کې شوې ده او دا رپوټ د ماشومانو پر ضد د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره یوه ستراتیژي هم وړاندیز کوي.

د "Know Violence in Childhood " په نامه څیړنیز مرکز رئیسه ریما سبرحمانیان، وایي چې ماشومان له دوه کلنۍ وروسته د عاطفي او فزیکي سزاگانو سره مخامخ دي.

رپوټ وایي ماشومان هم په بډایو او هم په فقیرو هیوادونو کې د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي
رپوټ وایي ماشومان هم په بډایو او هم په فقیرو هیوادونو کې د تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي

میرمن سبرحمانیان همداشان وایي چې د ماشومانو پر وړاندې تاوتریخوالی ژورې فرهنگي ریښې لري او په ځنو ټولنو کې د ماشومانو وهل ټکول یو ډول انظباتي اقدام گڼل کیږي.

په څیړنه کې راغلي، هغه شمیر هلکان ماشومان چې د تاوتریخوالي سره مخ کیږي په زلمیتوب کې یا قتل کوي او یا هم ځان وژنه کوي. خو ماشومې نجونې چې تاوتریخوالی ورسره کیږي په تازه پیغلتوب کې اکثر د جنسي تیریو سره مخامخ کیږي.

له دې سربیره په کوچنيتوب کې تاوتریخوالي د ټولنو پر اقتصاد باندې هم منفي اغیز کوي. په دې رپوټ کې راغلي هغه ماشوم چې په کور یا ښوونځي کې تاوتریخوالی تجربه کوي ښایي زړه یې ښوونځي ته له تگ تور شي، او ټولگي نه حاضریږي. سربیره پر دې په ژوند کې ددې ماشومانو د بریالیتوب احتمال راکمیږي.

ددې څیړنې موندنې ښیي چې هر کال د نړۍ د ناخالصه عاید شاوخوا اته فیصده پر هغو بېړنیو لگښتونو مصرفیږي چې د متضرره شویو ماشومانو تاوان پرې جبران شي.

په رپوټ کې راغلي چې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره حکومتونه کولای شي جزایي اقداماتو ته مخه کړي، خو په ډیرو مواردو کې حکومتونه ددې ډول تاوتریخوالیو په له منځه وړلو کې پاته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG