د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني – راپور


په ټولې نړۍ کې د ښځو په پرتله د نارینو ترمنځ د ځان وژنې شمیره اوچته ده.
په ټولې نړۍ کې د ښځو په پرتله د نارینو ترمنځ د ځان وژنې شمیره اوچته ده.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي که څه هم په نړې کې د ځان وژنې پېښې کمې شوې خو لا هم په هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژني.

په نړۍ کې هر کال نږدې ۸ لکه کسان ځانونه وژني. دا شمیر د هغو خلکو تر شمېر زیات دی چې په جرمي پيښو، د سینې د سرطان په ناروغیو او جګړو کې مري.

دغه شمیرې د روغتیا نړیوال سازمان د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۹) په خپل تازه خپور شوي راپور کې خپرې کړي دي.

دغه راپور زیاتوي چې د کال ۲۰۱۰ او ۲۰۱۶ تر منځ د ځانوژنې په شمیرو کې کموالی راغلی چې علت یې په ۳۸ بیلابیلو هیوادونو کې د ځان وژني مخنیوي لپاره تنظیم شوي پروګرامونه ګڼي.

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مسول تیدرو ادهانوم وايي چې "سره له دې چې په دغه برخه کې مو ډیر پرمختګ کړی خو بیا هم هرو ۴۰ ثانیو کې یو کس ځان وژنه کوي چې دغه شان پیښې د هغوي کورنیو او ملګرو لپاره له یو ناورین نه کمې نه دي".

سره له دې چې په ټوله نړۍ کې د ځان وژنې فیصدي ۱۰ اعشاریه پنځه راپور شوې ده، خوا بیا د ګیانا په شان هیوادونه هم شته چې په کې د هرو ۱۰۰زرو کسانو څخه ۳۰ کسان ځانونه وژني.

راپور زیاتوي چې په ټوله نړۍ کې د ځان وژنې شمیرې نږدې ۱۰ فیصده ټیټې شوې دي خو یواځې د امریکا په لویې وچې کې دغه شمیره ۶ سلنه زیاته شوې ده چې یو مهم علت یې په دغو هیوادونو کې وسلو ته د وګړو آسانه لاسرسی ګڼل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ډېر خلک ځان یا ځانونه زندۍ کو او یا په مرمیو ځانونه وژني، دا پېښې ډېرې په غریبو هیوادونو ثبت شوي دي.

د راپور په اساس د بنګله دیش، چین، لیسوتو، مراکش او میانمار وراخوا په ټولې نړۍ کې د ښځو په پرتله د نارینو ترمنځ د ځان وژنې شمیره اوچته ده.

له ګیانا وروسته، روسیه، لیتوانیا، لیسوتو، یوګانډا، سري لنکا، جنوبي کوریا، هند او جاپان د لست په سر کې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په هیوادونو غږ کړی چې د ځان وژنې پيښو کمولو په برخه کې دې یوه تګلاره جوړه کړي او په دغه برخه کې دې خپل مثبت رول ادا کړي.

دغه سازمان نن ورځ د ځان وژنې د مخنیوي په برخه کې د یو میاشتیني کمپاین پیلولو اعلان هم وکړ او د ځان وژڼې د مخنیوي په اړه یې د فلم جوړونکو لپاره یو لارښود هم خپور کړ.

XS
SM
MD
LG