د لاس رسي وړ اتصالات

سبا په سوډان کې د جلا هیواد د جوړیدو په خاطر عمومي رایه ګیري کیږي


سبا په سوډان کې د جلا هیواد د جوړیدو په خاطر عمومي رایه ګیري کیږي
سبا په سوډان کې د جلا هیواد د جوړیدو په خاطر عمومي رایه ګیري کیږي

ددې زیاته توقع کیږي چي د جنوبي سوډان د خپلواکۍ د پاره به د خلکو د عمومي رایګیري یا ریفرانډم نه وروسته چي سبا د یکشنبې په ورځ پیل کیږي، د افریقا په لویه وچه کي یو نوی هیواد جوړ سي.

دغه رایگیري چی یوه هفته به دوام لري، د سوډان خلکو ته دا موقع ورکوي چي یو او واحد سوډان غواړي او که سره بېلیږي او یو بل ملک جوړوي.

ددغي عمومي رایګیري فیصله په ٢٠٠٥ کال کي د سولي په هغه موافقه کي سوې وه چي د سوډان د شمال او جنوب تر منځ یې کورنۍ جګړه ختمه کړه. په شمالي سوډان کي اکثریت مسلمانان او په جنوب کي زیاتره عیسویان دي.

XS
SM
MD
LG