د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په ځانمرګي برید کې ۴۸ کسان وژل شوي


ولسمشر غني دا برید غندلی دی. تراوسه یې چا مسولیت نه دی اخیستی

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل د دشتې برچې په یو ښوونیز مرکز باندې برید کې لږ تر لږه ۳۴تنه وژل شوي دي.

د وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحیدالله مجروح تیره ورځ په دې برید کې د ۴۸ کسانو وژل کېدل او ۶۷ ژوبل کېدل تائید کړي وو، خو نن یې دغه شمیرې رد او ویلي دي، چې په برید کې ۳۴ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ټپیان دي.

ولسمشر غني دا برید غندلی دی. د ارګ اعلامیه وایي چې ښاغلي غني اړوندو چاواکو ته سپارښتنه کړې ده چې پلټنه وکړي دا پېښه څنګه وشوه.

د کابل پولیس وايي، چې برید د چهارشنبې په ورځ(زمري ۲۴ مه) له غرمې وروسته په څلورو بجو د کابل ښار په اتلسمه حوزه کې د "موعود" په نوم د یو روزنیز مرکز په دننه کې يو ځانمرګی برید شوی، چې مرګ ژوبله یې هم اړولې ده.

د کابل پولیسو د رسنیو د چارو سلاکار حشمت الله ستانکزي د دې چاودنې په اړه امریکا ته وویل، چې یو ځانمرګی بریدګر د "موعود" په نوم روزنیز مرکز ته ننوتی او ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته يې چاودنه ورکړې، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.

طالبانو ویلي دي چې دا برید هغوی نه دی کړی. د دغه برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG