د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په مزارشریف کې په امنیې قوماندانۍ برید کړی


په مزارشریف ښار کې د نن ورځې د برید ځای
په مزارشریف ښار کې د نن ورځې د برید ځای

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري وایي چې دوه تنو وسلوالو نن یکشنبه غرمه دولس بجې د مزارشریف په ښار کې په امنیې قوماندانۍ په داسې حال کې برید وکړ چې د ځانمرګو برید کوونکو واسکټونه یې نه وو اغوستي او یوازې سپکې وسلې ورسره وې. په برید کې نهه پولیس ټپیان شوي دي.

قادري وویل" دغه دوه تنه چې د پولیسو ینفورم یې په تن وو د قوماندانۍ د لومړي قراول نه د تیریدلو وروسته د پولیسو له خوا وپیژندل شول او د برید په لومړیو پنځه دقیقو کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شول".

قادري وویل چې په دغه بدید کې نهه پولیس ټپیان شوي خو هیڅ یو امنتي کارکونکی نه دی وژل شوی.

خو د بلخ د روغتون چارواکي وایي چې ددغه برید وروسته دولس ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

دمخه په رپوټونو کې ویل شوي وو چې دغو بریدکونکو د بلخ د امنیه قوماندانۍ د پولیسو په طعام خاني برید کړی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو د امنیت امر عبدالرزاق قادري خبریالانو ته وویل چې برید پای ته رسیدلې او په قوماندانۍ کې وضیعت عادی حالت ته را ګرځیدلی دی.

طالبانو په یو بیان کې ددغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د بلخ د ولایت مرکز د مزارشریف ښار نسبتآ ارام ښار دی او په تیرو کلونو کې په کې دغسې بریدونه کم پیښ شوي دي.

XS
SM
MD
LG