د لاس رسي وړ اتصالات

تخار: د ځان وژونکو ډله نیول شوې


تخار: د ځان وژونکو ډله نیول شوې
تخار: د ځان وژونکو ډله نیول شوې

په تخار کې د سړک د غاړې د ماین د چاودنې له امله د یوې طبي موسسې دوه کارکوونکې وژل شوي او د امنیتي ځواکونو لخوا په عملیاتو کې څلور ځانمرګي بریدګر ژوندي نیول شوي دي.

د تخار د والي ویاند فیض محمد توحیدي وايي چې د شکمش ولسوالۍ د سقاب په کلي کې د کف روغتیايي موسسې یو ډاکټر او د هغه ډرایور هغه وخت ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې پر ماین وخوت.

"په بنګي کې د کف موسسې په یو هایلکس موټر د سړک د غاړې ماین چاودیدلی چې په کې یو ډاکټر چې د سیمې کلینیکونه یې مانیټور کول د هغې د ډرایور سره یوځای وژل شوی"

له بله پلوه د تخار امنیتي ځواکونه په دغه ولایت کې د څلورو ځانمرګو د نیول کیدو خبر ورکوي، د دې ولایت امنیې قوماندان خیرمحمد تیمور چې په تالقانو کې یې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل چې تیره ورځ د ملي امنیت او امنیې قوماندانۍ پولیسو په ګډه د یاد شوي ولایت په مرکز تالقانو او خواجه غار ولسوالۍ کې څلور ځانوژونکي برید کوونکي نیولي دي.

هغه وايي چې دغه ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې د تخار په امنیې قوماندانۍ، ولایت او پي، اي، ټي باندې بریدونه وکړي.

"د ملي امنیت، قومندانۍ او پولیسو په مرسته موږ وتوانیدو چې څلور کسه ځانمرګي برید کونکي ونیسو، دوه کسه مو په خواجه غار او دوه کسه مو په تالقانو کې نیولي دي. ځانمرګو بریدګرو غوښتل چې امنیې قوماندانۍ، ملي امنیت، ولایت او پي اي ټي په نښه کړي او چاودنې په کې وکړي"

هغه وايي چې دوی دغه عملیات د سیمې د اوسیدونکو په مرسته تر سره کړي چې په کې په زیاته اندازه چاودیدونکي مواد او وسلې هم پولیسو ته په لاس ورغلي. امنیې قوماندان وايي چې په دغو نیول شوو چاودیدونکو موادو کې دوه انتحاري واسکټونه هم شته دی.

"درې میله وسلې ، چې یو کلاشینکوف، یومیل تومانچه او یو میل کله کوف ټوپک، څلور لاسي بمونه، دوه انتحاري واسکټونه، او لږ تر لږه څلور سوه کیلوګرامه چاودیدونکي چې په ټونس پيکپ موټر کې ځای پرځای شوي وو ونیول شول او یوه سراچه ډوله موټر او یو موټرسایکل مو نیولي دي"

د تخار امنیې قوماندان په دغه ولایت کې پولیسو سره د خلکو همکاري د ستاینې وړ بولي او زیاتوي چې په تالقانو او خواجه غار ولسوالۍ کې د غه ځانمرګي برید کونکي د ځايي اوسیدونکو په همکاري ونیول شول. نوموړی همدارنګه زیاتوي چې دغو بریدکونکو د لومړنیو څېړنو په لړ کې اعتراف کړی چې دوی په ګاونډي هیواد پاکستان کې تر روزنې وروسته د ځانمرګي بریدونو لپاره تخار ته رالیږل شوي دي.

همدارنګه د تخار د امنیې قوماندانۍ لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه ولایت په دشت کلا ولسوالۍ کې د سړک د غاړې د ماینونو د ښخولو په تور د یو کس د نیول کیدو خبر ورکړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG