د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال اباد کې د هند په قنسولګرۍ ډله ایز برید شوی


دغه برید ۱۹ تنه چې ټول ملکي وګړي دي ټپیان کړي دي
دغه برید ۱۹ تنه چې ټول ملکي وګړي دي ټپیان کړي دي

د ننګرهار ولایت امنینه قوماندان جنرال فضل محمد شیرزاد خبریالانو ته وویل چې اوس دغه برید پای ته رسیدلی او ټول پنځه ځانمرګې وژل شوي دي.

هغه وویل چې د برید هدف په جلال اباد ښار کې د هند قنسولګري وه، خو بریدګرو ونشو کړې چې دغې قنسولګرۍ ته ننوځي.

هغه وویل چې په دغه برید کې پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی او شپاړلس ملکي وګړي په برید کې ټبیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې ورغتیا رئیس امریکا غږ ته وویل چې د پیښې له ځایه یې ۱۹ ټپیان د عامې روغتیا روغتون ته وروړي دي.

هغه وویل چې درې مړي یې هم دغه روغتون ته وروړي دي.

دمخه د ننګرهار د ولایت د والي د دفتر ویاند عطاالله خوګیاني امریکا غږ ته ویلي وو چې د جلال اباد په ښارکې د نننۍ ځانمرګي برید هدف د هند قنسولګري وه.

د ننګرهار د ولایت د والي د دفتر ویاند عطاالله خوګیاني امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې نن د غرمې په شاوخوا دولسو بجو یو ډله ځانمرګو بریدکوونکو د جلال اباد په ښار کې د هند په قنسولګرۍ بریدونه ترسره کړل.

ښاغلي خوګیاڼي وویل چې لومړی يو ځانمرګي بریدګر ځان پورې ټړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او نورو بریدګرو په سیمه کې د پولیسو سره نښته پیل کړه.

هغه وویل چې پنځه بریدګر وژل شوي چې یو ځان الوزولی او څلور نور د پولیسو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند وویل چې تراوسه د برید له ځایه پڼخه ټپیان د ننګرهار روغتون ته وړل شوي دي.

خو هغه وویل چې دا لومړني معلومات دي او کیدای شي چې تلفات له دې ډیر وي.

د ننګرهار د عامې روغتیا په روغتنون کې ډاکټران وایي چې تراوسه چې کوم پنځه ټپیان وروړل شوي روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

دا په روانه اونۍ کې دریم ځانمرګی برید دی چې په افغانستان کې د وسله والو مخالفو له خوا ترسره شوي دي.

تراوسه ددغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG