د لاس رسي وړ اتصالات

د لویې جرګې په سیمه کې ځانمرګه ووژل شو


د لویې جرګې په سیمه کې ځانمرګه ووژل شو
د لویې جرګې په سیمه کې ځانمرګه ووژل شو

افغان چارواکي وايي چې ددغه هیواد امنیتي ځواکونو یو مشکوک ځانمرګه په کابل ښار کې د راتلونکې لویې جرګې د جوړېدو په سیمه کې وژلی دی.

چارواکي وايي چې دغه سړی چې نن د دوشنبې په ورځ په ډزو کې ووژل شو د چاودیدونکو موادو یوه بسته ورسره وه.

له بلې خوا، طالبانو پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې د راتلونکې لویې جرګې د امنیتي تدابیرو جزیات تر لاسه کړي دي.

په دې جرګې کې به د افغانستان د بیلابیلو سیمو نه مشران د امریکا سره د افغانستان د راتلونکو اړیکو د څرنګوالي په هکله پریکړه وکړي.

افغان چارواکو د طالبانو پر ویب پاڼو باندې خپاره شوي اسناد رد کړي دي او وايي چې دغه اسناد جعلي دي او موخه یې د ګډونوالو ویرول دي چې په راتلونکې لویې جرګې کې برخه وانخلي.

طالبانو په خپلې ویب پاڼې کې ویلي دي چې د لویې جرګې په هکله یې معلومات د هغه کسانو نه ترلاسه کړي دي چې د دښمن په منځ کې کار کوي.

طالبانو د ۲۰۱۰ کال پر لویې جرګې باندي هم برید کړی و.

XS
SM
MD
LG