د لاس رسي وړ اتصالات

سترې محکمې د غیرقانوني مهاجرو په اړه د ټرمپ خواست رد کړی


د امریکا سترې محکمې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د سلگونو زرو غیر قانوني مهاجرو د حفاظت هغه پروگرام دې نه بندوي چې ټرمپ غواړي بند شي.

د سترې محکمې قاضي د دغې پروگرام ضد د ټرمپ د ادارې عریضه رد کړله.

ولسمشر ټرمپ د تیر کال د سپټمر په میاشت کې اعلان کړی و چې د ٢٠١٨ کال د مارچ په میاشتې کې به د غیرقانوني مهاجرینو د حفاظت پروگرام بندوي. د ولسمشر ټرمپ دغه پریکړه ښیي په سلگونو زره هغه غیر قانوني مهاجر اغیزمن کړي چې امریکا ته په ماشومالي کې راغلي دي.

د امریکا پخواني ولسمشر براک اوباما د هغو مهاجرو لپاره چې په ماشومتوب کې امریکا ته په غیرقانوني توگه راغلي ، د خوندیتوب دغه پروگرام پیل کړی و. دغه قانون چې ډاکا نومیږي، شاوخوا وه لکه ماشومان یې د امریکا د شړلو د خطر نه خوندي کړیدي او هغوي ته یې د دوو کلونو لپاره د کار جواز هم ورکړیدی.

ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کمپاین په وخت دا وعده کړي وه چې غیر قانوني مهاجر به بیرته لیږي او د پخواني ولسمشر اوباما دغه پروگرام به بندوي.

XS
SM
MD
LG