د لاس رسي وړ اتصالات

فراه کې ۹ افغان پولیس له طالبانو سره یو ځای شوي ـ چارواکي


د فراه ولایت امنیتي چارواکي وايي، د فراه ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند نهه پولیس له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي دي.

د فراه د امنیې قوماندانۍ ویاند محب الله محب د چهارشنبې په ورځ د «وري میاشتې پر ۲۱مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه پولیس تېره شپه له طالبانو سره یو ځای شوي چې دوی یې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

تر دا مهاله له طالبانو سره د یو ځای شوو پولیسو د یو ځای کېدو لامل نه دی معلوم.

بلخوا د فراه د ولایتي شورا غړي وايي، چې یاد پولیس بېله کومې جګړې طالبانو ته تسلیم شوي او خپل پوځي وسایل یې هم له ځان سره وړي دي.

د ولایتي شورا غړی داد الله قانع وايي، چې له طالبانو سره د یو ځای شوو پولیس شمېر ۱۲ تنو ته رسېږي.

دا سې ویل کېږي چې له طالبانو سره یو ځای شوو پولیسو کې د فراه د امنیه قوماندان ساتونکي هم شامل دي، خو د فراه امنیه قوماندان تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG